Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • تماس باما
    • درباره ما
    • پالیسی ها
      • پالیسی رسانه ای
      • کد رفتاری کوبها نیوز برای کارمندان
      • اقدامات حفاظتی برای امنیت خبرنگاران
    • گالری عکس
    • کوبها دیالوگ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۲۹ ثور, ۱۴۰۴
     کوبها نیوز
    • صفحه اصلی
    • خبرها
      • افغانستان
      • جهان
    • گزارش و فیچر
      • گزارش ها
      • فیچرها
    • سرویس ویدیو
    • تحلیل و مقاله ها
      1. تحلیل
      2. مقاله ها
      3. View All

      افغانستان و بازی‌های پهپادی منطقه

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      کنفرانس دوحه: طالبان با خواسته های جهانیان کنار خواهند آمد؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      رویارویی روسیه، چین با غرب و آینده افغانستان

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      افغانستان و بازی‌های پهپادی منطقه

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      کنفرانس دوحه: طالبان با خواسته های جهانیان کنار خواهند آمد؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس و تکنولوژی
      • ساینس
      • تکنولوژی
    • ورزش
    • افغان ها در تبعید
    تازه ترین مطالب:
    • اوتونبایوا: اشتراک طالبان در نشست دوحه به معنی به رسمیت شناختن آنان نیست
    • روز جهانی پناهجویان، پناهجویان افغان از آسیا تا اروپا در معرض خطر اخراج اند
    • بنیت: وجدان بشریت باید در برابر سرکوب سیستماتیک زنان توسط طالبان بیدار شود
    • بیش از یک میلیون زایر برای تکمیل مناسک حج به مزدلفه رسیده اند
    • آلمان برای پنج هزار زن افغان بورسیه تحصیلی می‌دهد
         پښتو   |  English
     کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
         پښتو   |  English
    شما در اینجا:صفحه اصلی»افغانستان»پاکستان: TTP د افغان چینلونو له لارې له هند نه مرستې ترلاسه کوي

    پاکستان: TTP د افغان چینلونو له لارې له هند نه مرستې ترلاسه کوي

    "له ټي ټي پي سره د خبرو اترو په ترڅ کې پاکستان د کابل له موقت حکومت څخه وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو د تسلیمۍ، بې وسلې کولو او نیولو ضمانت ورکړي او ټي ټي پي د پاکستان د "سرې کرښې" په توګه ډلبندي کړي."
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲03 دقیقه خواندن
    شریک کنید Facebook Twitter ایمیل Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کنید
    Facebook Twitter Pinterest ایمیل Telegram WhatsApp Copy Link

    اسلام اباد (کوبها نیوز)- د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وایي، اسلام اباد شواهد لري چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له هند څخه د افغان منځګړو له لارې مالي مرستې ترلاسه کوي.

    د پاکستان د سولې او امنیت مطالعاتو انسټیټیوټ (PIPS) له خوا د “افغانستان سوله او پخلاینه: د پاکستان ګټې او سیاسي انتخابونه” په نوم جوړ شوي سمپوزیم ته په وینا کې دراني اټکل وکړ چې د تحریک طالبان له پنځو زرو څخه تر شپږ زرو پورې وسله وال له پاکستان نه افغانستلن ته کډوال شوي چې د کورنیو ړ غړو په ګډون یې ټولټال شمېر ۷۰ زرو ته رسېږي.

    دراني وویل چې له تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستان د سولې خبرې لا دمخه ناکامې شوې وې ځکه دې ډلې نه غوښتل تسلیم شي او یا د پاکستان اساسي قانون ته غاړه کیږدي. هغه په ​​ډاګه کړه، چې دې ډلې ته نورې کړۍ امکانات برابروي، ځکه د ‘افغانستان موقت’ حکومت د دې لویې ډلې ورځني لګښتونه نه شي پوره کولای.

    سربیره پردې، هغه وویل چې تحریک طالبان پاکستان په پیښور کې د عامه پوځي ښوونځي (APS) برید په ګډون د خپلو بریدونو په تړاو له قانوني پایلو سره مخ کیدو نه انکار کړی.

    دراني ټینګار وکړ: “د خبرو اترو په ترڅ کې، پاکستان د کابل له موقت حکومت څخه وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو د تسلیمۍ، بې وسلې کولو او نیولو ضمانت ورکړي او تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د “سرې کرښې” په توګه طبقه بندي کړي. “

    پاکستان له ۲۰۱۴ کال راهیسې په بېلابېلو پړاوونو کې له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې ترسره کړې خو تحریک طالبان پاکستان ادعا کوي چې اسلام اباد له دغو خبرو نه د نفوذ او د دوی ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کولو په برخه کې ناوړه ګټه پورته کوي.

    د پاکستان استازي د ډیورنډ کرښې د اغزن تار د غځولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې له افغانستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې په ټولو غاړو کې د یوه ‘متحد سند سیستم ‘ پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

    دغه سمپوزیم د پاکستان نورو سیاسي شخصیتونو او شنونکو ته هم یو پلیټ فارم برابر کړ چې په افغانستان کې د پاکستان د پالیسۍ او د سیمې پر ثبات د هغې د اغیزو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي.

    د سیاسي چارو کارپوه او د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک له اسلام اباده وغوښتل چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره و ارزوي. هغه د پاکستان ډیری داخلي ننګونې د افغانستان په اړه د د اسلام اباد د تاریخي چلند پایله ګڼي.

    د دراني دا ادعاوې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې پاکستاني طالبان د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې د قبایلي سیمو په اشغال تورنوي او ټینګار کوي چې د دوی د جګړې هدف د بهرنیو مرستو له انحصار پرته د اسلامي شریعت نافذول او د خپلې ازادۍ اعاده کول دي.

    نظرتان را بدهید Cancel Reply

    ما را دنبال کنید
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    مطالب بیشتر

    طالبان از دانش آموزان امتحان “امارت شناسی” می گیرند

    کوبها نیوزحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    پسر حکمتیار به سخنگوی طالبان: “برو اگر توانستی مکاتب دختران را باز کن”

    کوبها نیوزحمل ۸, ۱۴۰۳

    دختران مکتب: با منع رفتن از مکتب هم بی‌سواد ماندیم و هم دچار مشکلات روانی شدیم

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    مسعود اندرابی: طالبان با لنگی “پشتونیزم” را بر مردم تحمیل می‌کنند

    کوبها نیوزحمل ۲۴, ۱۴۰۳

    ایران اجازه فعالیت سیاسی علیه طالبان را نمی دهد

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    طالبان تعیینات را بر اساس روابط و مکتوب های عادی انجام می دهند

    کوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳

    اشتراک کردن

    برای تازه‌ترین خبرها و معلومات از کوبها نیوز، ثبت نام کنید.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • صحفه اصلی
    • افغانستان
    • جهان
    • گزارش ها و فیچرها
    • سرویس ویدیو
    • تحلیل و مقالات
    • تجارت
    • ساینس و تکنولوژی
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    جهت جستجو بالا نوشته کنید و تکمه Enter را بزنید، برای لغو کردن تکمه Esc را بزنید.