برلین (۲۴ کب ۱۴۰۲ کوبها نیوز) – د اروپا د پارلمان غړو اعلان وکړ چې، دوی په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو د ناورین په اړه سخت اندېښمن دي.
د اروپا د پارلمان غړو نن په یوه پریکړه لیک کې وویل چې طالبانو قضايي نظام ویجاړ کړی، قاضیانو ته یې امر کړی چې په بشپړ ډول د شریعت احکام نافذ کړي او ښځې او نجونې یې له عامه ژوند څخه لرې کړې دي.
د اروپایي پارلمان غړو پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي دې په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون په ځانګړې توګه زده کړو او کار ته لاس رسی کې احیاء او د اعدام سزا دې لغو کړي.
اروپایي پارلمان په دې پرېکړه لیک کې ټینګار کړی چې له طالبانو سره د اروپايي اتحادیې هر ډول ښکیلتیا یوازې د اروپایي شورا له خوا ټاکل شویو شرایطو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي ګزارشګر د وړاندیزونو په رڼا کې کیدای شي.
اروپایي پارلمان د افغانستان د مدني ټولنې د دې غوښتنې ملاتړ کړی چې واکمن چارواکي دې د خپلو اعمالو په اړه وپوښتل شي، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د خپلواک څیړنیز میکانیزم په رڼا کې د نړیوالې جنایي محکمې د تحقیقاتو له لارې دې برخه کې رسیده ګي وشي او د اروپايي اتحادیې محدودیتونه پراخ شي.
دغه پرېکړه ليک په ٥١٣ موافقو، ٩ مخالفو او ٢٤ باطلو رايو سره تصويب شو.