کابل(کوبها نیوز)ـ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، چمتو دي چې په نږدې راتلونکي کې په تاشکند کې د طالبانو سفیر ومني.
بختیار سعیدوف کابل کې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا غني برادر سره ناسته کې وویل چې ازبکستان ته له آمو سیند څخه د افغانستان د استفادې دریځ ارزښت لري او هېواد یې چمتو دی چې د دغه کانال په تخنیکي برخه او د اوبولګونې د عصري سیسټمونو په پلیتابه کې له کابل سره همکاري وکړي.
بختیار سعیدوف وایي، ” ازبکستان چمتو دی چې په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې پر پانګونې سربېره، د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او د سیمهییز اتصال په موخه د افغان – ټرانس او برېښنا په برخه کې پروژې عملي کړي”.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، ملابرادر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې وویل، چې ددوی حکومت اقتصاد محوره بهرنی سباست تعقیبوي چې اساسي تمرکز یې پر سیمهییز اتصال دی.
برادر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ له راغلي لوړ رتبه پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې لیدلي دي.
برادر دې ناستې ته ویلي چې دواړه هېوادونه په مختلفو برخو کې مشترکې ګټې لري، چې اوسمهال یې د ترلاسه کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، “برادر د افغانستان او ازبکستان له لارې د ترانزیټ کچې زیاتېدو، د سوداګریزو اړیکو پراختیا، اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، افغانستان کې پر پانګونې، افغانستان ته د برېښنا لېږد، ټرانسپورټي او ګمرکي ستونزو له منځه وړلو او همدارنګه په ازبکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخو کې د دواړو لورو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی”
. برادر د قوشتېپې کانال په اړه ویلي چې په دې اړه باید هېڅ ګاونډی اندېښنه ونه لري.
طالبان وایي، په دغه ۳۰ کسیز لوړ رتبه پلاوي کې د ازبکستان د کابینې یو شمېر غړو او د خصوصي سکټور استازو حضور درلود.