کوبها نیوز( ۶ وري ۱۴۰۳)
د امریکا د ولسمشر مرستیاله خبرداری ورکوي که چیرې اسرائیل پر رفح بندر برید وکړي ښايي د تل آویو لپاره ناوړه پایلې ولري.
کاملا هریس له اې بي سي شبکې سره په خپله تازه مرکه کې خبرداری ورکړ، که اسرائیل په رفح بندر هغه ځای چې دا مهال زرګونه فلسطینیانو هلته پناه وړې برید وکړي واشنګټن به د تل آویو پروړاندې ځیني اقدامات په نظر کې ونیسي.
کاملا هریس په دې مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې که اسرائیل په رفح بندر برید وکړي د امریکا غبرګون به څه وي وویل: « واشنګټن به ګام پر ګام مخکې لاړ شي، زه دا نشم ردولی چې امریکا به غبرګون ونه ښيي، خو دا باید روښانه ووایم، چې په رفح بندر باندې هر ډول نظامي عملیات به ستره تېروتنه وي.»
دامهال تر یو میلیون زیات فلسطینیانو د اسرائیلو هوايي بریدونو له ویرې رفح بندر ته، چې د مصر او غزې ترمنځ سرحدي سیمه ده، پناه وړې ده.
وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم رفح بندر ته تللی و او هلته یې د فلسطینیانو وضعیت له نږدې وکاته.
ګوتریش وویل ډېر خواشینی دی چې په روژې میاشت کې د دروازې یوې خوا ته خلک، ښځې او ماشومان له لوږې مري، خو د دروازې بلې خوا پر خوراکي توکو او مرستو بار د موټرو کاروانونه ولاړ دي او اسرائیل ددغو مرستو لېږد ته اجازه نه ورکوي.