واشنګټن (کوبهانیوز) – په غزه کې د اوربند په اړه موافقې ته د رسیدو لپاره خبرې اترې د یکشنبې په ورځ د مصر په پلازمینه قاهره کې د حماس، اسرائیلو، امریکا متحده ایالاتو، قطر او مصر د استازو په ګډون ترسره شوې.
د اسرائیلو او حماس سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په غزه کې د اوربند په اړه په دغو خبرو کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی، ځکه دواړه لوري د اوربند پر شرایطو هوکړې ته نه دي رسېدلي.
په قاهره کې د اسراييلي پلاوي يوه غړي وويل، چې داسې يوې هوکړې ته هيله من دي او دا چې په مصر کې به د دې لپاره خبرې اترې دوام ولري، خو د خبرو د بيا پيل د کره نیـټی په اړه يې څه ونه ويل.
دا خبرې اترې د جګړې د پای ته رسولو په موخه پر اسراییلو د امریکا د فشارونو په پایله کې پیل شوی، د همدې هدف لپاره د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې رییس، ویلیم برنز قاهرې ته تللی.
په همدې حال کې د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د رفع پر ښار د بريد لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
که څه هم امریکا پر رفع باندې د اسرائیلو د برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړی، خو نتانیاهو ویلي، چې که متحده ایالات د ده د پلان ملاتړ هم ونه کړي، نو د امریکا له ملاتړ پرته به هم پر رفح ښار به برید وکړي.
رفع ښار ته سلگونه زرو هغو فلسطینیانو پناه ور وړی چې پر غزې د اسرائیلو له برید وروسته یې هلته پناه اخیستې ده.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر رفع برید وکړي، زرګونه ولسي وګړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ووژل شي.