Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»افغانستان دبشري پرمختیا په نړیوال شاخص کې شاته تللی

    افغانستان دبشري پرمختیا په نړیوال شاخص کې شاته تللی

    د ملګرو ملتونو دبشري پرمختیا د نوي خپاره شوي رپوټ پراساس افغانستان د ۱۹۳ ارزول شویو هیوادونو له ډلې د بشري پرمختیايي اهدافو په لړ لیک کې ۱۸۲ م ځای خپل کړی دی.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    Anadolu
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز) د ۲۰۲۳ -۲۰۲۴ کال په دغه څه باندې ۳ سوه مخیز رپوټ کې د ۱۹۳ هیوادونو لخوا د نړیوالو بشري اهدافو ارزونه شوې چې د ټولو په سر کې سویس، ناروې او ایسلنډ راغلي چې د بشري پرمختیا په شاخص کې یې صفر اشاریه ۹۶۷ نمبرې اخیستي چې د سړي سر کلنی عاید یې لږ څه کم ۷۰ زره ډالر ښوول شوی او د زیږون پرمهال یې د پایدونکي عمر کچه څه باندې ۸۴ کاله ښوول شوی.

    د لست په پای کې په ۱۹۳ نمبر سومالیا، بیا سویلي سوډان او د مرکزي افریقا جمهوریت دي. افغانستان د بشري پرمختیا په شاخص کې دصفر اشاریه ۴۶۲ نمرو په اخیستو سره د لست د پای ۱۱ م هیواد دی چې د زیږون پرمهال د کیدونکي عمر اټکل یې څه باندې ۶۲ کاله اټکل شویدی. رپوټ کاږي چې د بشري پرمختیا په شاخص کې افغانستان د ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ منفي ۸ په سلو کې شاته تللی او د تیرو شلو کلونو متوسطه اقتصادي وده یې په وروستیو ۱۳ کلونو کې په کلني ډول صفر اشاریه ۲۴ په سلو کې او له ۱۹۹۰ کال راهیسې په کلني ډول څه د پاسه ۱ نیم په سلو کې ښوول شوې او ترټولو ښه دوره یې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ وه چې په متوسط ډول یې نژدې ۳ په سلو کې کلنۍ رشد لاره. د اقتصاد د برخې شننې ښيي چې د جنګ ځپلي افغانستان په څیر هیوادو لپاره دغه صفر اشاریه ۲۴ په سلو کې وده د ژور اقتصادي رکود د پراختیا په مانا ده ځکه چې د نفوسو روان رشد نشي مدیریت کولی او برعکس پر ټولنې منفي اقتصادي وده اغیز پراخوي او بې وزلي ورسره زیاتیږي. د افغانستان د نفوسو ودې ته په کتو هرکال څه باندې ۱۲ په سلو کې وده د اقتصادي غوړیدا لپاره اړینه بلل کیږي.

    د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې لخوا خپاره شوي رپوټ ټول هیوادونو په څلورو کتګوریو کې ارزولي چې ډیره لوړه بشري پرمختیا، لوړه بشري پرمختیا، متوسطه بشري پرمختیا او ټیټه بشري پرمختیا چې افغانستان ددغې ډلې په وروستیو ۱۱ هیوادونو کې ځای خپل کړی. د سیمو په کچه عربي نړۍ ښه وده کونکې بلل شوې، ورپسې ختیځه اسیا، بیا اروپا او منځنۍ اسیا، په څلورم نمبر سیمه لاتینه امریکا، بیا سویلي اسیا او په پای کې د افریقا صحرا راغلې.

    د بشري پرمختیا رپوټ د ژوندې درې مهم اړخونه ارزولي چې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو، روغتیا او اقتصادي حالت ته کتنه کړې.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

    عزت الله صالحيحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    د طالبانو دفاع وزارت: داعش له پاکستانه زموږ پر ضد بریدونه تنظیموي

    کوبها نیوزثور ۱۹, ۱۴۰۳

    د اسلامي همکاریو سازمان طالبان د ښځو حقونو اعادې ته هڅوي

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    پښتونخوا کې موټربم برید د ۵ چینايي انجنیرانو په ګډون ۶ کسان ووژل

    احسان الله سهاکحمل ۷, ۱۴۰۳

    مولوي عبدالکبیر: نړۍ له موږ سره له تعامل پرته بل انتخاب نه‌لري

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    قزاقستان او ازبکستان د ترانس – افغان په پروژه کې پر ګډې پانګونې هوکړه وکړه

    کوبها نیوزحمل ۱۷, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.