افغانستان د اسیا فوټسال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې له ایران څخه ماتې وخوړه.
د اسيا د فوټسال سياليو لومړۍ لوبه نن د پنجشنبې په ورځ په تايلند کې د افغانستان او ايران د فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او لوبه ۳ – ۱ د ايران د فوټسال ملي لوبډلي په ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د دې جام په D ګروپ کې له بحرین، ایران او کویت سره لوبې وکړي او د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ به د دې جام په دویمه لوبه کې افغانستان له کویټ سره مخامخ شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، که چېرې د هېواد ملي لوبډله د بحرین او کویټ په وړاندې راتلونکې دوه لوبې وګټي، نو د اسیا د ملتونو جام حذفی سیالیو پړاو ته لاره پیدا کړي.
د اسیا د ملتونو جام د فوټسال سیالۍ به د روان کال د مې میاشتې تر ۲۸مې په تایلنډ کې دوام وکړي.