Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    شنبه, ۳ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»ورزش»افغانستان له سریلانکا سره د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

    افغانستان له سریلانکا سره د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

    د لوبډلې مشري ابراهیم ځدراڼ کوي او رحمان الله ګوربز، اسحاق رحیمي، حضرت الله ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، عظمت عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نوراحمد ، وفادار او قیس احمد د لوبډلې غړي دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزدلو ۲۵, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبها نیوز): د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو دریو شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.

    ټاکل شوې دغه سیریز د فبرورۍ له ۱۷مې نیټې څخه تر ۲۱مې نیټې پورې په رنګیري ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

    د افغانستان د T20I لوبډلمشر راشد خان به په داسې حال کې په لوبډله کې نه وي، چې د ملا له وروستیو جراحي عملیاتو څخه د رغیدو دمه کوي. د هغه نشتوالي د ابراهیم ځدراڼ لپاره لاره هواره کړې چې په متحده عربي اماراتو او هند کې په تیرو دوه شل اوریزو لوبو کې یې د ټیم مشري کړې وه او دا ځل بیا د سریلانکا پروړاندې د ټیم مشري کړي.
    بل مهم لوبغاړی مجیب الرحمن هم د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ له پیل مخکې د لاس د ټپ له امله له لوبډلې نه لرې پاتې دی. تېز توپ اچوونکی محمد سلیم صافی چې د هند په سفر کې یې له افغان لوبډلې سره مرسته کړې وه، خو د هیمسټرینګ د فشار له امله له لوبډلې وتلی و، د غیر حاضرو کسانو په لېست کې شامل شوی. د هغه پر ځای وفادار مومند د سریلانکا پر وړاندې د لوبډلې د پیاوړتیا لپاره رابلل شوی.

    د کریکټ بورډ د غراوي کمیټې مسوول احمد شاه سلیمان خیل وايي: “موږ په راتلونکي T20 نړیوال جام باندې ډیر تمرکز کوو او هدف مو د لوبغاړو یو قوي ترکیب دی چې تجربه لرونکي او نوي راغلي لوبغاړي پکې شامل دي. دا لړۍ، د مارچ په میاشت کې د ایرلینډ په وړاندې د راتلونکو دریو T20 لوبو سره، موږ ته د ارزونې لپاره یو ښه فرصت برابروي.”

    د کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان وايي: «موږ په لوړه کچه د خپلو نویو کرکټرانو د مهارتونو د لوړولو لپاره د کافي فرصتونو د برابرولو په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګ پاتې یو. د پیاوړې سکواډ جوړول زموږ لپاره لومړیتوب دی، دا ډاډه کول چې موږ د اړتیا په وخت کې د خپلو کلیدي لوبغاړو لپاره د باور وړ ملاتړ ولرو. هغه رول ته ورته چې قیس احمد یې اوس د راشد خان په نشتواليکې لوبوي».

    د سریلانکا پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبلړۍ لپاره د افغانستان په لوبډله کې ابراهیم ځدراڼ (کپتان)، رحمان الله ګوربز (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، ګلبدین نایب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فرید احمد، نوین الحق، نور احمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل دي.

    د سریز پلان

    لوبځایلویهنېټه
    رنګیري ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالید نړیوال شل اوریز جام لومړۍ لوبه۱۷ فبروري، ۲۰۲۴
    رنګیري ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالید نړیوال شل اوریز جام دویمه لوبه۱۹ فبروري، ۲۰۲۴
    رنګیري ډمبولا نړیوال کرکټ لوبغالید نړیوال شل اوریز جام درېیمه لوبه۲۱ فبروري، ۲۰۲۴

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    بې سرحده خبریالان: طالبان دې رسنۍ ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    کاناډا له پاکستان نه ۳۳۳ نور افغانان انتقال کړل

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غـ.ـزه کې د بيړني اوربند پريکړه ليک تصويب کړ

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    هرات کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

    کوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲

    د رسنیو د دفاع سازمانونو پر “افغانستان انټرنشنال” د طالبانو بندیزونه وغندل

    کوبها نیوزثور ۲۰, ۱۴۰۳

    اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي

    کوبها نیوزسرطان ۱, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.