د لویو قدرتونو او پر نړیوالو رسنیو له رامنځ ته کیدونکي روایت څخه ښکاري چې یوځل بیا افغانستان د ترهګرۍ د خوندي ځالې په توګه معرفي کیږي او هڅه کیږي افغانستان د تیرو ۴۵ کلونو په څیر د نړیوالو سیاستونو او څیړنیزو مرکزونو په مطالعاتو کې لاهم د ګواښ خپروونکي امنیتي مبحث تر عنوان لاندې وساتي.
په داسې حال کې چې نړیوال سیاست په زیاتیدونکي توګه د چټک بدلون په درشل کې دی، د طالبانو حکومت ونشوای کولای چې لږترلږه د سیمې په کچه د ګاونډیو هیوادونو لید لوری هم له افغانستان څخه د ګواښ پرځای د اوسني ژوند نورو برخو کې راکړې ورکړې ته واړوي. له پاکستان او ایران سره پر پوله رامنځ ته شوي دوه کلن کړکیچ هغو بحثونو ته په سیمه کې نوی رنګ ورکړی چې افغانستان له امنیتي اړخه دوی ته لاهم ګواښ دی. دا نریټیف تر ګاونډیو هېوادونو ډیر د طالبانو افغان سیاسي او نظامي مخالفان تبلیغوي او هڅه کوي په سیمه کې له کابل سره له نوي احتمالي مخالف چاپیریال نه د ځان په ګټه کار واخلي. سره له دې چې د سیمې او نړۍ هېوادونه افغانستان له لرې او نږدې څاري، د طالبانو د سیاسي او پوځي مخالفانو دا روایت چې د دې ډلې تر حاکمیت لاندې کابل د سیمې او نړۍ لپاره امن نه دی، پر ماسکو د داعش له وروستیو بریدونو وروسته پراخ شوی. د طالبانو د مشر وروستي پیغام چې دا ډله شل کاله نوره هم له لویدیز سره مقابلې ته تیاری لري، ددې ډلې د مخالفانو دریځ لا پیاوړی کړ. دغه پیاوړتیا په لنډ مهال کې پر طالبانو د فشار لپاره ښایي دې ډلو ته موثر واقع شي، خو په اوږده مهال کې د یوه داسې وضعیت احتمال شونی دی چې افغانستان پکې یوځل بیا د ترهګرۍ او نړیوالو شخړو مرکز وګرځي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو په راګرځیدو سره په نړیواله کچه یوشمیر مبصرینو او سیاستوالو دا اندیښنه په ډاګه کړه، چې د طالب بری به هغو وسله والو مذهبي افراطي ډلو ته د ځواکمن کیدو جرات ورکړي چې له افریقا نیولې، ترمنځني ختیځ، منځنۍ اسیا، سویلي او ان ختیځې اسیا پورې مختلفو سیمو کې فعالې دي. د ط لبانو د رسمیت په نه پیژندل کیدو کې له احتیاط څخه کار اخیستل هم پرحالاتو د پوهو کسانو په باور همدغو اندیښنو ته په کتو سره دي چې له دوه نیمو کلونو وروسته هم څوک په اسانه زړه نه ښه کوي چې له افغانستان سره له امنیتي مبحث او بشري مرستو پرته په نورو برخو کې راشه درشه پراخه کړي.
ډیلي میل ورځپاڼې نن په خپل یوه تازه رپوټ کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارډلې د مستندو کړو پیښو د رپوټ پراساس لیکلي چې په کابل کې د چین او روسیې پرسفارت د بریدونو په ګډون له ۲۰۲۲ کال راهیسې داعش ۱۹۰ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي. د جمعي امنیت د تړون سازمان (CSTO) مشر اندرې سردیکوف د همدې تیرې فبرورۍ په میاشت کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان په شمال کې د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې فعالیت په زیاتیدو دی چې په خبره یې د منځنۍ اسیا هیوادونو امنیت ته یې نیغ ګواښ پیښ کړی.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته لږ تر لږه په افغانستان کې د ځپل شوې اسلامي دولت ډلې په خراسان څانګه کې بیا ساه وچلیده او لامل یې له طالبانو سره یوځای د هغو زرګونو داعش ته منسوبو کسانو خوشې کیدل وو چې د جمهوري دولت له خوا نیول شوي وو او اوس بېرته خپلو پخوانیو لیکو ته تللي. سره له دې چې طالبان ادعا کوي چې په تیرو دوو کلونو کې یې دداعش جرړې ایستلي خو په کور دننه او بهر ددې ډلې وروستیو بریدونو د طالبانو دغه ادعا ننګولې او په دې برخه کې یې د نویو ګامونو د پورته کیدو اړتیا زیاته کړې.
د طالبانو یوشمیر مخالف پخواني افغان سیاستوال له دغه وضعیت څخه د ګټې پورته کولو په لټه کې د داسې هیواد او ملګري د موندلو په لټه کې دي چې دوی ته وسله او پیسه برابره او بیرته را وګرځي. سره له دې چې د اوس لپاره داسې ښکاره څه نه ترسترګو کیږي خو د طالبانو انزوا ددوی د مخالفانو له دې روایت سره مرسته کوي چې پر افغانستان د طالب واکمنۍ دوام په سیمه او نړۍ کې لږ ترلږه وسله والو اسلامپالو ډلو ته د فعالیتونو د پراخولو انګیزه ورکوي چې هیڅوک یې هم په سیمه او نړۍ کې نه غواړي.
په دې برخه کې پاکستان نوی تاکتیکي سیاست خپل کړی او په منظم ډول هڅه کوي چې افغانستان دداسې جغرافیې په توګه معرفي کړي چې ګواښ یې سیمه او نړۍ له خطر سره مخامخ کولی شي. په پاکستان کې رامنځ ته شوی خراب امنیتي وضعیت ددوی ادعا پیاوړې کوي او پاکستانیان پر هر سیمه ییز او نړیوال سټیج د افغانستان له منزوي وضیعت څخه ګټه اخلي.
سره له دې چې په روسیه کې د وروستیو بریدونو تور په اسلامپالو افراطي ډلو پورې شو، خو نیول شوي کسان د افغانستان د ګاونډي تاجکستان اوسیدونکي بلل شوي چې د مسکو متحد دی او ولسمشر پوتین ورسره په اسانه سر خلاصولی شي. د طالبانو بدمرغي داده چې د دوشنبې او کابل اړیکې دومره پیکه دي چې تاجیک ولسمشر امام علي رحمان به هڅه وکړي چې په دې امنیتي پرمختیاوو کې پخپله ځان قرباني وګڼي. تاجیک چارواکي به اوس هڅه کوي چې خپل متحد پوتین او نورو ته دا تفهیم کړي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته یې یوشمیر اتباع په زیاتیدونکي ډول د داعش لیکو ته ور مات شوي یا ورتلونکي دی او دا مساله په سیمه کې له مختلفو هیوادونو سره دا اندیښنه زیاتوي چې طالبي ذهنیت ددوی پولو ته خپور نه شي. په مسکو کې دداعش له برید وروسته د نړۍ په ډیرو برخو کې پام یوځل بیا د هیوادونو پر استخباراتي او امنیتي برخو زیات شوی او د فرانسې په ګډون ترکیې هم په کور دننه یولړ پټ او ښکاره عملیات ترسره کړي او داعش ته منسوب یوشمیر کسان یې نیولي چې وروسته به یې جزییات په ډاګه شي. په ایران کې هم په دې وروستیو کې د داعش په شویو بریدونو کې د تاجکستاني وګړو ښکیلتیا ثابته شوې او دا ښيي چې په سیمه کې امنیتي مبحث نوی کیدونکی دی.
طالبانو د خپلو پخوانيو سیاسي دریځونو برعکس په روسیه، ایران او پاکستان کې وروستي بریدونه وغندل او دا یې د سیمه ییزو همکاریو د کمزوري کولو هڅه وګڼله. ددې ډلې یوه مبلغ عبدالرحیم مسلم دوست چې پخوا دداعش ډلې مهم غړی و او ددې ډلې له پخواني رهبر ابوبکر البغدادي سره یې بیعت اعلان کړی و، د خیبر پښتونخوا په شانګله کې پر چینایي انجنیرانو برید د پاکستان د فشار هڅه وبلله، چې غواړي چین له افغانستان سره د واخان کوریډور، ټرانزیټ، پانګونې او سیاسي تعامل نه را وګرځوي. طالبان په خپلو رسمي رسنیو او څرګندونو کې هڅه کوي چې له دغو وروستیو بریدونو ځان لرې وښيي او داعش د تاجکستان او پاکستان ګډه توطیه وګڼي، چې غواړي ددوی او چین، ایران او روسیې ترمنځ فاصلې رامنځته کړي، خو په واقعیت کې دغه ډول بریدونه هغه نړیوالې په ډاګه شوې اندیښنې واقعي ثابتوي چې ددوی په راتګ سره د مختلفو اسلامپالو ډلو فعالیتونو زور اخیستی. سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د هرډول بهرنۍ وسله والې ډلې حضور ردوي، خو امنیتي څیړونکي د ملګرو ملتونو رپوټونو ته په اشارې وايي چې ممکن تر شپږ زرو پورې بهرني جنګیالي په وروستیو دوو کلونو کې افغانستان ته را ګرځیدلي وي.
د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ژمنتیا تته ده او واکمن طالبان یوازې له امریکا سره رسمي ژمنه لري چې د القاعدې په ګډون به یې هرډول مخالف په کور دننه ځپي. د شنونکو په باور، د سیمې او نړۍ یوشمیر نورو هیوادونو هم له طالبانو څخه د ورته ژمنو د ترلاسه کولو په موخه راشه درشه زیاته کړې خو د اوسني کابل منزوي وضعیت او د طالبانو سختدریځو تګلارو د نړیوالو اندیښنې لاپسې زیاتې کړې او فکر کوي چې د هرې ورځې په تیریدو سره په افغانستان کې د توندلارۍ لپاره بستر په غوړیدو دی او ممکن راتلونکی افغانستان په ډیرو برخو کې له اوسنۍ نړی بیل فکر او لاره ولري. په افغانستان کې دننه هم یوشمیر خلک دغه رامنځ ته شوي حالت ته اندیښمن دي او فکر کوي چې افغانستان په روانه انزوا او د واکمنو د تندلارو پالیسیو له برکته په ژوره توګه د نړۍ تر امنیتي او استخباراتي ذره بین لاندې راتلونکی دی.
په دې وضعیت کې طالبان دوه انتخابونه پر وړاندې لري: یا له سیمې او نړۍ سره تعامل او په کوردننه سیاسي مشارکت ته غاړه کیږدي او یا پر خپل اوسني دریځ ټینګ پاتې شي او د لا انزوا او بد وضعیت په انتظار کې واوسي.