کابل (۱۳دلو ۱۴۰۲- کوبهانیوز):یو شمېر افغان ژورنالیستان وايي، د خپلواکو رسنیو په چارو کې د واکمنو حکومتي ادارو د مداخلو ستر لامل د قوانینو نشتوالی دی.
د کوبهانیوز موندنې ښيي چې د طالبانو د استخباراتو ریاست، د امربالمعروف وزارت او په ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونه د رسنیو په محتوا او پوښښ کې مداخلې کوي. خبریالان اندېښنه ښيي، که رسنۍ همداسې په قانوني تشه کې پاتې وي، په چارو کې به يې مداخلې لا ډېرې شي.
د جمهوري حکومت له سقوط سره سم طالبانو د واک په لومړيو کې د افغانستان اساسي قانون په ګډون د رسنیو قوانین چې، د بیان ازادي تضمینوي، ملغا کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ظاهرآ د ټولیزو رسنیو قانون د ملغا کولو اعلان ونهکړ خو یادونه یېکوله چې پخوانی قانون له بیاکتنې وروسته عملي کوي.
یو شمېر ژورنالیستان وايي، د طالبانو حکومت د کابو درې کلونو په موده کې د ټولیزو رسنیو قانون عملي نه شوای کړای او خپلواک مطبوعات اوسمهال په قانوني تشه کې فعالیت کوي.
کوبهانیوز په کابل او څلورو مرکزي ولایتونو کې له ۱۲ په کار بوختو خبریالانو سره مرکو کې موندلې چې د طالبانو د استخاراتو ریاست، د امربالمعروف وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ ولایتي ریاستونه د دوی په ټکو “ځان ته حق ورکوي چې د رسنیو په چارو او حتا محتوا کې مداخله ولري.”
دغو خبریالانو د نوم د نه ښودلو په شرط کوبها نیوز ته وویل، چې ډېر ځله د خپل نشراتي پوښښ له امله پوښتل شوي او حتا ځینې همکاران يې توقیف شوي.
د پژواک خبري آژانس د خبرونو پخوانی مدیر اباسین زهیر وايي، طالبانو په ابتدا کې ويلي و چې د رسنیو قانون عملي دی، اما اوس يادونه کوي نوی قانون رامنځ ته کوي. د هغه په وینا اوسمهال د ټولیزو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دواړه عملي بڼه نه لري.
زهیر وايي: “پخوا به یوه قانوني مرجع موجوده وه، کله به چې کومه تېروتنه رامنځته کېده، خبریالان به يې ورغوښتل، خو اوس داسې شی(مرجع) نهشته، حتا موږ په ځینو مواردو کې له خبریالانو اورېدلي چې مثلا د پاسپورټ رییس خبریالان د خبرونو د څرنګوالي په غبرګون کې پوښتلي دي.”
په ورته مهال بیا ازاد خبریال سمیع جهیش وايي، د جمهوریت په کلونو کې هم د رسنیو قوانین په سمه بڼه نه عملي کېدل او کله چې طالبان واکمن شول د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله ډېرې رسنۍ سقوط شوې او ګڼ خبریالان د شخصي امنیت په پار هېواد پرېښودلو ته اړ شول. جهیش زیاتوي: “طالبانو که څه هم بیا بیا ویل چې د رسنیو قانون توشیحکوي خو دا خبرې یوازې د شعار په بڼه پاتې دي او تراسه يې د رسنیو قانون عملي نه کړ.”
نوموړی طالبان تورنوي چې ګنې د رسنیو اصولو ته پابند نه دي او په پرلپسې توګه هڅه کوي تر کنټرول لاندې يې راولي.
له دې وړاندې د بېپولې خبریالانو د ۲۰۲۳ کال په کلني رپوټ کې هم د افغان خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی و خو طالبانو په رسمي توګه د دې رپوټونو سپیناوی نه دی کړی.
د مداخلو پايلې
د طالبانو سرپرست حکومت، د خپل واک په لومړي کال کې پر رسنيو نوي اصول وضع کړل. دغې ۱۱مادهیي اصولنامې د ژورنالیستانو په وینا د رسنیو لاسرسی او نشراتي پوښښ محدود کړ. خبریالان وايي، دې نشراتي اصولو چې د فرمان نه، بلکې رسنیو ته د مکتوب په بڼه ولېږل شول، په لویه کچه مطبوعات محدود کړل.
د طلوعنيوز د اېډېټوريل یو پخوانی غړی د نوم د نه ښودلو په شرط وايي: “په حقیقت کې دې اصولو د خپلواکو رسینو خپلواکي او اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی. د بېلګې په توګه خبریالانو ته د مدني حقونو په شعار د لاریونونو د پوښښ اجازه نه ورکول کېږي.”
بل پلو ته د خورشید ټلویزیون پخوانی خبریال طاهر سدید چې شخصي امنیت او سانسور د هېواد د پرېښودلو لامل ګني، کوبهانیوز ته وويل: ” په رسنیو کې د طالبانو مداخلې تر دېکچې دي چې خبریالان نه شي کولای په ډاډه زړه دندې ته دوام ورکړي”
له دې مخکې د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې مشر حجت الله مجددي ويلي و چې د هېواد په کچه د مطبوعاتو له ۱۲ زره کارکوونکو، اته زره هغو يې خپلې دندې پرېښي دي.
پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي چې د جلاوطنه افغان خبریالانو شمېر پکې سلګونه ښودل کېږي.
د رسنیو محتوا
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځنیو سیمه ييزو رسنیو استازو کوبهانیوز ته منلې چې تفریحي خپرونې بندې کړای شوې دي. د یادو ژورنالیستانو په وينا، د دې خپرونو په بندیدو نه یوازې د نشراتو ساعتونه کم شوي، بلکې ډېر اورېدونکي يې له لاسه ورکړي او سوداګریز اعلانات هم نه ترلاسه کوي.
محمود کوچی چې په رسنیو کې د کار اوږده تجربه لري، د هغو رسنیو چې په افغانستان کې فعالیت لري، نشراتي محتوا د پخوا په پرتله کمرنګه شوې بولي.کوچي کوبهانیوز ته وويل:” د واکمنو ادارو مداخلو د رسنیو خپلواکتوب تر پوښتنې لاندې راوستی دی ځکه ډېر خبرونه شته چې نه یې شي نشرولای، بلکې اجاره نه لري چې نشر يې کړي”
بلخوا د کابل پوهنتون د ژورناليزم پخوانی استاد او په امریکا کې د افغان رسنیو څېړونکی بیت الله حمیدي د طالبانو له خوا د رسنیو قانون نه عملي کول، قصدي عمل بولي. هغه وايي، دیکتاتور دولتونه د ېوې پدېدې له وجوده د انکار لپاره د هغې قوانین او بنسټونه له منځه وړي، په افغانستان کې رسنۍ او د بیان ازادي له همدې سرنوشت سره مخ ده. حمیدي زیاتوي: “دا کار طالبانو ته دوه ګټې لري، لومړی د قوانینو په نبود کې خبريالان خودسانسورۍ ته مجبوروي او دویم دا چې خپلې ډلې ته واک ورکوي څو، په رسنيو کې مداخله وکړای شي.”
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تېر میلادی کال په اګست کې رسنیزو سرغړونو ته د رسیده ګي ۱۱ کسیز کمیسیون رامنځ ته کړ، خو ددغه کمیسیونځینې غړي يې وايي، تراوسه ثابته کړنلاره نهلري، څو د رسنيو په چارو کې د حاکمو ادارو مداخلې راکمېکړای شي.