Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»امريکا او اروپايي ټولنې په باميانو کې پر سيلانيانو بريد وغانده

    امريکا او اروپايي ټولنې په باميانو کې پر سيلانيانو بريد وغانده

    په وروستيو مياشتو کې د افغانستان بېلابېلو ښارونو، په تېره بيا تاريخي او لرغونو ځايونو ته د بهرنيو سيلانيانو شمېر زيات شوی دی.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۲۸, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    کابل (کوبهانیوز) – د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي، توماس ويست په خپل ایکس پاڼه کې ليکلي، چې امريکا په باميانو کې د وسله وال بريد له امله چې افغانانو او بهرنيو اتباعو ته يې مرګ ژوبله واړوله، خواشيني ده.

    ویست وویل چې تاوتریخوالی د اوسنی وضعیت ځواب نه دی.

    اروپايي ټولنې هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره په باميانو کې د بهرنيو سيلانيانو پر يوې ډلې وسله وال بريد غندلى دى.

    د اروپايي ټولنې او امريکا په اعلاميو کې د هغو بهرنيو سيلانيانو هويت نه دی په ډاګه شوی چې د جمعې ورځې په بريد کې وژل شوي او ټپیان دي.

    د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تایید کړي چې د جمعې په ماښام شاوخوا شپږ بجې د بامیانو په ښار کې په وسله وال برید کې څلور بهرني اتباع وژل شوي او د یوه افغان په ګډون څلور بهرني اتباع ټپیان شوي دي.

    د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په دغه برید کې د وژل شویو بهرنیو سیلانیانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو ځايي خبریالانو په لومړیو ساعتونو کې خبر ورکړی و، چې په برید کې وژل شوي سیلانیان امریکايي اتباع وو.

    د پېښې په ځای کې امنیتي سرچینو بیا وروسته تایید کړه چې په دغه وسلوال برید کې چې په تونس موټر کې د سپرو وسلوالو لخوا وشو، وژل شوي ټول څلور بهرني سیلانیان هسپانوي اتباع دي.

    خو په دغه برید کې په ټپي شویو بهرنیو سیلانیانو کې یو اسټرالیايي ګرځندوی، یو د ناروې تبعه، یو د لیتوانیا تبعه او یو هسپانوی سیلانی شامل دي.

    په دې وسله وال بريد کې د دغو سيلانيانو يو افغان ژباړونکى هم ووژل شو او شپږ تنه لاس پلورونکی چې د باميانو په ښار کې د خوراکی توکو په پلورلو بوخت و، ووژل شول.

    تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

    د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند، عبدالمتين قانع وويل چې د دغه بريد په تور څلور تنه نيول شوي او د څېړنو لپاره د باميانو ولايت امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.

    په سویل کې پخوانیو جنګي سیمو ته د سیلانیانو لېوالتیا ډېره شوې

    په دې وروستيو مياشتو کې د افغانستان بېلابېلو ښارونو، په تېره بيا تاريخي او لرغونو ځايونو ته د بهرنيو سيلانيانو تګ زيات شوی دی.

    په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنیدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو سیلانیانو برید کیږي او پراخه مرګ ژوبله لري.

    د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د روان کال د حمل په میاشت کې اعلان وکړ چې تیر کال څه دپاسه اته زره بهرنیو سیلانیانو افغانستان، او په ځانګړې توګه د دغه هیواد تاریخي او لرغونو سیمو ته سفر کړې وه، خو د پسرلي په رارسیدو سره افغانستان ته د سیلانیانو شمیر ته سفر ډیر شوی دی.

    افغانستان، امریکا وتل، پر سیلانیانو برید، سیلانیان، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    نهم افغان لوبغاړی د هند کرکټ لیګ کې شامل شو

    کوبها نیوزثور ۵, ۱۴۰۳

    د افغانستان د فوټبال لیګ دریم پړاو په کابل کې پیل شو

    کوبها نیوزثور ۱, ۱۴۰۳

    د افغان ځوانانو ارکسټر په بريټانیا کې د خپلو کنسرټونو لړۍ پيل کړه

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    د بغلان د نیزونو ناورین: “هر څه مو له لاسه ورکړل”

    کوبها نیوزثور ۳۰, ۱۴۰۳

    خبریالانو مرکز: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ وضعیت اندېښمنوونکی دی

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    کابل ښاریان : د کورونو مخې ته لګول شویو امنیتي کمرو راته ستونزې جوړې کړې

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.