Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانان په تبعید کې»امریکايي سناتورانو افغانانو ته د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د منظورۍ غوښتنه کړې

    امریکايي سناتورانو افغانانو ته د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د منظورۍ غوښتنه کړې

    جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ سناتورانو د امریکا کانګرس ته د یوې لایحې په استولو سره خبرداری ورکړی چې که غوښتل شوې ویزې تصویب نه شي، په افغانستان کې د امریکا د سلګونو پخوانیو متحدینو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (کوبها نیوز) د امریکا د سنا مجلس دیموکراتو او جمهوري غوښتونکو غړو د یوه لایحې په چمتو کولو او د امریکا کانګرس ته د وړاندې کولو سره د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا له پوځ او د بهرنیو چارو وزارت پروژې کې یې کار کړی، د کډوالی د ۲۰ زره ځانګړو ویزو (SIV) د تصویب غوښتنه کړې ده.

    د ډیموکراټیک ګوند سناتورې جین شاهین په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې “موږ باید له خپلو افغان متحدینو سره مرسته وکړو او خپلې ژمنې پوره کړو، د همدې هدف لپاره ما په ځانګړې کمېټه کې د لایحې په ترتیب او تصویب کې همکاري وکړه ترڅو د ۲۲ ویزو تایید تضمین شي.”

    nhbr

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له دغه وزارت سره یوازې د کډوالۍ ۱۰۰۰ ځانګړې ویزې پاتې دي او کله چې دا ویزې پای ته ورسېدې، د امریکا زرګونه پخوانی افغان متحدین چې امریکا ته د تللو په تمه دي د طالبانو د حکومت له خوا د نیول کېدو له خطر سره مخامخ کیږی.

    د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې (USAID) پخواني کارکوونکي شاه‌پور زمرک، چې له څلورو مياشتو راهيسې په پاکستان کې دى، کوبها نيوز ته وويل، چې ده ته هم ویل شوی چې ويزې ختمې شوې او بايد انتظار وباسي.

    “دوه اونۍ وړاندې ما او زما د کورنۍ غړو روغتیايي معاینات وکړل او پاسپورتونه مو سفارت ته د ویزو د ترلاسه کولو لپاره وسپارل، خو تېره چهارشنبه په اسلام اباد کې د امریکا سفارت زموږ پاسپورټونه بېرته راکړل او خبر یې راکړ چې د SIV ویزې ختمې شوې دي. او تر بلی خبرتیا پورې انتظار وکړئ.”

    کانګرس ته د امریکایی سناتورانو دغه لیک، چې یوه کاپي یې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته هم رسیدلې، په کې امریکايي سناتورانو د دغه هېواد له کانګرسه غوښتي، چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۲ مې پورې د ۲۰ زره ویزو غوښتنه تصویب کړي.

    د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم د پنج‌شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې، د ولسمشر بایډن اداره هم د مهاجرت د ځانګړو ویزو د ختمیدو په اړه اندیښمنه ده.

    “که څه هم په افغانستان کې زموږ جګړه پای ته رسېدلې، خو له افغانانو او هغو کسانو سره چې په دې جګړه کې یې له موږ سره همکاري کړې، زموږ ژمنه پای ته نه ده رسېدلې.”

    Getty Images

    افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو د ورکولو پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل شو او تر دې دمه د امریکا د پوځ زرګونه ژباړونکی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پروژو کارکوونکي له خپلو کورنیو سره له همدغو ویزو په استفادې امریکا ته راغلي دي.

    له کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې متحده ایالات له افغانستان څخه ووتل او په افغانستان کې د پخوانیو امریکایی همکارانو ژوند په زیاتیدونکي ډول له ګواښ سره مخ شو، د ځانګړي مهاجرت ویزو لپاره غوښتنې زیاتې شوې.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    پېښور کې د موټرسایکل بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

    کوبها نیوزحوت ۲۰, ۱۴۰۲

    حامد کرزي او عبدالله عبدالله د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکیچ د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده

    کوبها نیوزحمل ۲۶, ۱۴۰۳

    تورخم دروازه د افغان ناروغانو پرمخ خلاصه شوه

    کوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲

    د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ: د ‘کابل طالبان’ د مولوي هبة الله د پالیسیو مخالف دي

    کوبها نیوزحمل ۱۱, ۱۴۰۳

    پينو الارچي: م م په کابل کې د کوکنارو بدیل کښت په عنوان نړۍ‌وال کنفرانس جوړوي

    کوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲

    کاناډا له پاکستان نه ۳۳۳ نور افغانان انتقال کړل

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.