Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    پنجشنبه, ۲۲ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»امریکایی جنرال: داعش له افغانستان نه د امریکا پر ګټو برید کولای شي

    امریکایی جنرال: داعش له افغانستان نه د امریکا پر ګټو برید کولای شي

    "سناتورې فېشر يادونه وکړه، چې د امريکا له وتلو راهيسې، امريکا په کابل کې يوازې يو هدفي بريد ترسره کړى، چې ايمن الظواهري پکې په نښه شوى. فيشر د باور وړ سيمه ييزو همکارانو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، یوازې پاکستان واشنګټن ته اجازه ورکړې، چې هوايي حريم یې وکاروي"
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (۱۹ کب ۱۴۰۴ کوبها نیوز) – د امربکا د سنټکام قوماندان جنرال مایکل ای. کوریلا خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې داعش پورې تړلې ډلې کولای شي په راتلونکو شپږو میاشتو کې له مخکینۍ خبرتیا پرته د امریکا ګټې په نښه کړي.

    د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمیټې ته د ۲۰۲۵ مالي کال د دفاعي مجوز او د راتلونکو کلونو لپاره د دفاعي پلان په اړه د وینا پر مهال، جنرال کوریلا ټینګار وکړ چې داعش-خراسان د متحده ایالاتو د ګټو پر ضد د بریدونو د ترسره کولو وړتیا او اراده دواړه لري. هغه زیاته کړه: “داعش د روان کال په پیل کې په عراق او سوریه کې خپل بریدونه زیات کړل او له افغانستان څخه د برید خطر مخ په زیاتیدو دی. داعش -خراسان په لږ وخت کې د امریکا او لویدیځ پر ګټو د برید کولو وړتیا او اراده خوندي کړې او په شپږ میاشتو کې له کوم خبرداري پرته برید کولای شي”.

    په افغانستان کې د امریکا د پوځ د څارنې ماموریت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، جنرال کوریلا وویل چې عراق، سوریې او یمن ته د سمندري ځواکونو او تجهیزاتو د ساتنې په هدف د استخباراتي او کشفي تاسیساتو لیږدولو ددوی ماموریت اغیزمن کړی.

    سربیره پردې، جنرال کوریلا په سیمه کې د ورانکارو ډلو له فرصتونو نه د چین او روسیې د استفادې په تړاو خبرداری ورکړ او د تاو تریخوالي د کمولو لپاره یې د دوی د محدودو هڅو په اړه اندیښنه څرګنده کړه. هغه د نړۍ د انرژۍ رسولو او نړیوالې سوداګرۍ لپاره د سینټ کام پر حیاتي ارزښت ټینګار وکړ او د امریکا د امنیت او سوکالۍ په ساتلو کې یې ددې قوماندانۍ رول ستراتیژیک وباله.

    سناتور فېشر د خپلو پوښتنو په ترڅ کې يادونه وکړه، چې د امريکا له وتلو راهيسې، په کابل کې يوازې يو هدفي بريد ترسره کړى، چې ايمن الظواهري پکې په نښه شوى. فيشر د باور وړ سيمه ييزو همکارانو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې واشنګټن [دمګړۍ]یوازې د پاکستان هوايي حريم یې وکاروي.

    جنرال مایکل کوریلا تېر کال هم ویلي و چې که داعش له افغانستان نه بهر پر امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د بریدونو تمرکز وکړي، کولای شي په شپږو میاشتو کې دغه وړتیا ترلاسه کړي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    پر اسرائیلو د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو وروستی جزیات

    کوبها نیوزحمل ۲۶, ۱۴۰۳

    اسراییل او حماس په غزه کې د اوربند په اړه هوکړې ته و نه رسېدل

    کوبها نیوزحمل ۲۰, ۱۴۰۳

    جګپوړی سعودي پلاوی د پاکستان په سفر بوخت دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    خلیلزاد: بایډن طالبانو ته د شرطونو په نه ایښودلو سره د سولې خبرې ناکامه کړې

    کوبها نیوزثور ۱۳, ۱۴۰۳

    بلوڅ ملي غورځنګ: داعش بلوچستان کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ فعالیت کوي

    کوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳

    ملا حسن اخند: پاکستان دی د سوداګریزو او کډوالو مسایلو په اړه یو اړخیزه پریکړه نه کوي

    کوبها نیوزحمل ۲۱, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.