کوبها نیوز(۱۴حمل ۱۴۰۳)
امریکا وايي طــــالبانو د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه ډاډ ورکړی، خو واشنګټن لاهم د خپلو وګړو په تړاو اندېښنه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتو میلر پرته له دې چې د ط.ـــــالبانو حکومت په بند کې د امریکایی وګړو شمېر په ګوته کړي وایی چې له طالبانو سره د خپلو برمته وګړو د روغتیایی وضعیت په اړه انديښنه لري او د ژر خلاصون لپاره یې هڅې کوي.
د ط.ــــالبانو د حکومت ویاند هم تائید کړې، چې له دوی سره ۲ امریکايي اتباع چې دولتي ضد فعالیتونه یې کول او د دوی د حکومت قوانین یی نقض کړی بندیان دي.
اوسمهال په کابل کې د امریکا سفارت تړلی دی، خو واشنګټن وایی چې د امریکایی وګړو او د خپلو افغان همکارانو د امنیت خوندي کولو لپاره د قطر په مرسته له طالبانو سره په اړیکه کې دي.