واشنګټن (کوبها نیوز) – د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره خبرو اترو او تعامل ته چمتو دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل په یوه خبري غونډه کې وویل چې له طالبانو سره دا ډول خبرې د افغانستان او امریکا د ملي ګټو د ټینګښت لپاره ډېرې مهمې دي.
پټېل وويل: “کله چې له طالبانو سره زموږ د ښکېلتيا خبره کېږي، موږ به هغه مهال ښکېل شو، چې د امريکا په ګټه وي، دا نه يوازې د امريکا د ملي ګټو د ټینګښت لپاره، بلکې د افغانانو د خوندیتابه لپاره تر ټولو غوره لار ده.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یوې خبري ناستې ته خبرو کې وویل چې، “مخامخ تعامل موږ ته اجازه راکوي چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړو، او دا زموږ لپاره یو فرصت دی چې په افغانستان کې د هغو امریکايي وګړو د سملاسي او غیر مشروط خلاصون هڅو ته دوام ورکړو چې په تېروتنه نیول شوي دي.”
پټېل ټینګار وکړ چې دا تعاملات په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد هڅو پیاوړتیا او د بشري حقونو خوندیتابه برخه کې د طالبانو د تعهداتو پليتابه ته یو پلیټ فارم چمتو کوي.
نوموړي دوحې او اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر جان باس د سفر په اړه وویل چې له قطري او پاکستاني چارواکو سره به خبرې د افغانستان پر ملاتړ او په سیمه کې پر ګډو امنیتي ګټو متمرکزې وي.
پټېل وویل، “موږ تمه لرو چې هغه به له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره په پراخو سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.”
هغه ټینګار وکړ چې امریکا او پاکستان په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې موخې لري. پټېل زیاته کړه، “موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان د هڅو ملاتړ کوو او د خپلو وګړو خوندیتوب او امنیت هڅې یې په داسې طریقه تضمین کوو چې د قانون حاکمیت او د بشري حقونو ساتنې ته وده ورکوي.”
له پاکستان سره په امنیتي ښکیلتیاوو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د لوړې کچې خبرې اترې، د ترهګرۍ صد جګړې وړتیا لوړاوی، او د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د پوځي همکاریو برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته کول شامل دي.