Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانان په تبعید کې»امریکا کې میشت افغانان: د اختر په لمانځلو کې زموږ دود د نورو مسلمانانو لپاره بیلګه دی

    امریکا کې میشت افغانان: د اختر په لمانځلو کې زموږ دود د نورو مسلمانانو لپاره بیلګه دی

    و کوربه دي چې د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسیدو وروسته له افغانستانه وتلي دي. دغو افغانانو په امریکا کې خپل فرهنګ او دودونه ژوندي ساتلي دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲۴, ۱۴۰۳04 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    ماشومان د اختر د لمانځلو په مهال لوبی کوی
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (کوبها نیوز) امریکا په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو ستر کوربه هېواد بلل کېږي او هر کال میلیونونه کسان د ګرځندوی، زده کړو، کار او ژوند لپاره دغه هېواد ته ځي او د امریکا په هر ایالت کې د هر هېواد وګړي خپله ټولنه لري.

    په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د هغو افغانانو سربېره چې له پخوا امریکا ته تللي وو، څه باندې دوه سوه زره افغانان له هغی وروسته خپل هېواده پریښود او امریکا ته لاړل.

    نوروز محمدي چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې (USAID) پخوانی کارکوونکی و، د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې امریکا ته راغی.

    محمدي چې د غور ولايت د فيروز کوه اوسېدونکى دى، امريکا ته د راتګ پر مهال د فرهنګي توپيرونو په اړه اندېښمن و، خو د ويرجينيا په سټيفورډ ښار کې د لومړي اختر له لمانځلو وروسته يې اندېښنې کمې شوې دي.

    د مزار غالیو پلورنځی ورجینیا

    محمدی کوبهانیوز ته وویل: “دا زما لومړی اختر دی چې زه یې له افغانستانه بهر لمانځم، د هغه څه برعکس چې ما یې تمه درلوده، چاپېریال ډیر نا اشنا نه و، ځکه د مذهبي او کلتوري مراسمو تر څنګ، هغه څه چې په افغانستان کې اړین دي، لکه جامې او وچې مېوې دلته هم زموږ د هېوادوالو له خوا ډېر پلورنځي جوړ شوي او هر څه په اسانه لاس ته راځي.”

    افغانانو د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې د کوچنیو کاروبارونو، په ځانګړې توګه د پلورنځیو په جوړولو کي پانګونه کړی او د ژوند اړتیاوو ته یی د نورو افغانانو لاسرسي ته زمینه برابره کړې ده، په ځانګړی توګه د کور وسایل چې په خاص ډول افغانستان کې کارول کیږي.

    اوس افغانانو له خپلو ټولنو په استفادې د امریکا په ځینو ایالتونو کې خپل ځانګړي اسلامي مرکزونه هم جوړ کړي دي.

    په دې مرکزونو کې د دیني مراسمو د ترسره کولو ترڅنګ، تنکیو ځوانانو او ماشومانو ته د استادانو له خوا دیني مسایل تدریس کیږي او د نارینه وو او ښځو لپاره فرهنګي غونډې هم په لاره اچول کیږي.

    د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه د لېسې پخوانې ښوونکې شګوفه عليزي چې د ښځو د لاسي صنايعو د يوه کوچني مرکز مشري يې هم کوله، امريکا ته په راتګ سره یې هم په افغاني بڼه د اختر لمانځل نه دی هېر نه کړی.

    مېرمن علیزي چې په واشنګټن ډي سي کې اوسېږي، کوبهانیوز ته وویل: “د افغانستان برعکس چې موږ د اختر په ورځو کې درې ورځې رخصتي لرله او په هرو دریو ورځو کې د ملګرو او خپلوانو کورونو ته تللو، دلته په امریکا کې هغه کسان چې رسمي دنده لري یوازې د اختر لومړۍ ورځ رخصت وی، خو د هغو کسانو لپاره چې شخصي کارونه لري، په ځانګړې توګه د کور مېرمنو ته د اختر د لمانځلو فرصتونه ډېر دي او د هېواد له دود سره سم د ملګرو کورونو ته زو او د اختر درې ورځې لمانځو.”

    د کورنیو فرهنګی اندیښني تر ډیره د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه دي، ځکه چې په امریکا کې واحد کلتور نشته او د فرهنګونو په موجودیت کې دوی د کلتوري توپیرونو سره مخ کیږي.

    د فردیرکسبرګ ښار اسلامی مرکز

    د بلخ پوهنتون د ټولنپوهنې پخوانی استاد، شفیق سردار دوه کاله وړاندې امریکا ته راغلی او په اوهایو کې د کډوالو په یوه مرکز کې د فرهنګي لارښود په توګه کار کوي.

    ښاغلی سردار کوبهانیوز ته وویل، چې افغانانو په خپلو ګډو هڅو سره په امریکا کې د خپلو ماشومانو د زده کړې لپاره د افغانستان په څېر چاپېریال جوړ کړی دی: “یوه اندېښنه چې دلته خلک لري د افغاني دودونو پر بنسټ د خپلو ماشومانو روزل دی، ځکه ماشومان ټوله ورځ په ښوونځي کې وی او هلته د مختلفو هیوادونو او بیلابیلو کلتورونو لرونکی ماشومان راځي، مګر مذهبي او دودیزو مراسمو لکه د تراویح ختم ته تلل، د اختر لمانځل او د ملګرو کورونو ته تلل، دا ارزښتونه د دوی په ذهنونو کې بیا را ژوندی کیږي.”

    دغه افغان ټولنپوه، چې په خپله رسمي دنده کې د بېلابېلو هېوادونو له مهاجرو سره مرسته کوي، وايي، چې ډېری مسلمان کډوال د افغانانو د ژوند ټولنيزه بڼه خوښوی.

    ځکه د ده په وینا، د کار فشار او لوړ مالي لګښت په امریکا کې د خلکو روانی وضعیت  زیانمنوي، خو افغانان چې ټولنیز ژوند لري، د خپل ژوند ستونزې په ګډه حلوي.

    افغانان په امریکا کې، افغانستان، امریکا وتل، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    بلوڅ ملي غورځنګ: داعش بلوچستان کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ فعالیت کوي

    کوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳

    غور کې د ۹۵ میلیونه ډالرو په پانګه د سُرب او جستو کان کېدنې پيلېږي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    روسیه کې پر کنسرت د برید کوونکو هویت افشا شو

    کوبها نیوزحمل ۴, ۱۴۰۳

    طالبانو حکومت: نجونې د سږ کال په کانکور کې هم د ګډون اجازه نه لري

    کوبها نیوزجوزا ۳, ۱۴۰۳

    ایران د مقاومت جبهې غړي د داعش په تور نیولي

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    روسیې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته د مسکو د سفر بلنه ور کړې

    کوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.