مسکو( ۵ وري، ۱۴۰۳ کوبهانیوز) : په امریکا کې د روسیې سفر وايي، ترهګریز اعمال به روسیه دې ته اړ نه باسي چې خپله بهرنۍ تګلاره او کرښه بدله کړي.
اناتولي انتونوف د روسیې دولتي اژانس تاس ته ویلي، “زه غواړم ووایم چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په بهرنۍ پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه راځي.”
انتونوف په مسکو کې پر کروکس سیټي تالار د وړمې ورځې وسلهوال برید ته په اشارې وویل: ” دا ډول بریدونه به زموږ کرښه، زموږ لاره بدله نه کړي او موږ به خپل کار ته دوام ورکړو.”
د مسکو پر کروکسسیټي تالار وسلهوال بريد کې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان وژل شوي او تر ۱۴۰ نور ټپيان دي.
د روسیې د پلټنو ادارې د څلورو بریدګرو هویت افشا کړی او د هغوی د انځورونو په خپرولو سره يې ادعا کړې چې تاجکستاني وسلهوال دي.
داعش د دې بريد مسووليت پر غاړه اخیستی دی.