Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۲۹ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي

    اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي

    ټاکل شوې چې د دوحې درېیمه ناسته د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په قطر کې جوړه شي او د تېرې ناستې برعکس دا ځل به د طالبانو استازي هم په کې ګډون وکړي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزسرطان ۱, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    نيويارک (کوبها نیوز) – د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د وضعیت په اړه د مایوسوونکي راپور سره سره، دغه سازمان تمه لري چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د طالبانو له ګډون سره په دې هیواد کې شته ځینو ستونزو ته د حل لاره پیدا شي.

    د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې، روزا اوتونبایوا د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل، تمه لري چې طالبان د قطر ناستی ته یو لوړ پوړی پلاوی ورواستوي.

    اغلې اوتونبایوا وویل: “موږ د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کوو چې د دوحې په ناسته کې ګډون کوی، خو دا د طالبانو په رسمیت پېژندلو په معنی نه ده، بلکې طالبان په رسمیت پېژندلو ته اوږده لاره لري، له نړۍ سره تعامل او کابل ته د دیپلوماتانو سفرونه د طالبانو دریځ نرم کړی او د دی سفرونو دوام به نور هم د هغوی موقف رانرم کړي او دا کار کولای شي وضعیت ښه کړي.”

    ټاکل شوې چې د دوحې درېیمه غونډه راتلونکې اوونۍ د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په قطر کې د دوو ورځو لپاره جوړه شي.

    د دوحې کنفرانس، نړۍ د جوړجاړي تمه لري او طالبان ترې اقتصادی مرسته غواړي

    د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا په سر کې د اقتصادي وضعیت، د اقلیم بدلون او له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په اړه بحثونه کېږي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې له یادی اجڼډا سره به دوی هم په دی ناسته کې ګډون وکړی.

    د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازي مرستیال یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه.

    رابرټ ووډ وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه خپل مسوولیتونه ادا کړي او د ده په وینا دا مسوولیتونه داسې چوکاټ ته اړتیا لري چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له خوا د افغانستان د وضعیت له ارزونې وروسته جوړ شي.

    منیژه وافق، چې د امنیت شورا په غونډه کې یې د افغان ښځو د استازې په توګه خبرې کولې وویل: “طالبانو د افغانانو په ځانګړې توګه د افغان ښځو په وړاندې هیڅ انعطاف نه دی ښودلی، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان اقتصادي وضعیت خراب شوی او د ښځو پر وړاندې د حتی طالبانو د ښځو معاشونه کم کړي دي.”

    په دې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولی سرپرست، نصیر احمد فایق له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دوحې غونډې کې د سیاسي جریانونو او افغان ښځو استازو ته د ګډون بلنه ورکړي.

    ښاغلي فایق وویل، د افغانستان د مسئلې له سیاسي حل او افغانانو ته د رول ورکولو پرته د نړۍ غونډې د افغانستان ستونزه نه شي هوارولی.

    افغانستان، د دوحی ناسته، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    سیلابونو مختلفو ولایتونو شاخوا ۱۵۰ کورونه نړولي

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    طالبان د بدخشان پر ولسي مظاهرو ډزې کوونکي محاکمه کوي

    کوبها نیوزثور ۱۷, ۱۴۰۳

    حکمت‌یار: افغانان فکر کوي چې امریکایي ډالري كڅوړي د هیواد د فضا پیرلو بیه ده

    کوبها نیوزحمل ۲۳, ۱۴۰۳

    ټي ټي پي د پاکستان واکمن سیاسي ګوندونه وګواښل.

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    د اروپايي هېوادونو نظامي بودجه خپل لوړ ګراف ته رسېدلې

    کوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳

    پښتونخوا کې موټربم برید د ۵ چینايي انجنیرانو په ګډون ۶ کسان ووژل

    احسان الله سهاکحمل ۷, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.