واشنګټن ( ۵ وری ۱۴۰۳ کوبها نیوز) د امریکا فضايي ادارو خبر ورکړی چې د روان میلادي کال د اپريل میاشتې پر اتمه نېټه به لمر تندر ونیسي.
د امریکا د ستورپوهنې ټولنې AAS Solar Eclipse Task Force ويلي چې د لمر تندر نېولو دا پېښه به په ټوله امریکا کې د لیدو وړ وي، خو په ځینو هېوادونو کې به په نسبي توګه ولېدل شي.
دې ټولنې یو ډول عینکي وړانديز کړې چې د ISO 12312-2 پر نړیوال معیار برابرې دي او کولای شي لمر ته د لېدو پر مهال د خلکو سترګې له زیانناکو وړانګو خوندي وساتي.
بل خوا سپېس. کام امریکايي څیړنیز ژورنال دې پېښې ته د لمریز اختر نوم ورکړی او له خلکو يې غوښتي چې په دې ورځ ځانګړې عینکې وکاروي.
شاوخوا شپږ کاله وړاندې د ۲۰۱۷ میلادي کال د اګسټ پر ۲۱مه هم لمر تندر نیولی و چې په امریکا کې په بشپړه توګه د لېدو وړ و.