کابل(کوبها نیوز)- ایران طالبانو ته ډاډ ورکړ چې ددوی د وسله والو مخالفانو ملاتړ نه کوي.
دغه څرګندونه په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي او مل پلاوي د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې کړې ده.
په دې لیدنه کې د ایران مرستیال سفیر له اسراییلو سره د ایران او حماس ډلې په شخړو کې د طالبانو د دریځ او بهرني سیاست ستاینه کړې او د کابل او تهران د اړیکو په پراختیا یې ټینګار کړی.
” تهران د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو پلوی نه دی او هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت مثبت تعامل ته لاره هواره کړي. ایران هېچا ته د اسلامي امارت پر ضد د سیاسي فعالیتونو اجازه نه ورکوي.”
ملي ټلویزیون د مرتضوي له خولې رپوټ ور کړی چې تهران د طالبانو او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو ته د لارې هوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداکرۍ او روغتیا په برخه کې همکاریو ته چمتو دی.
د طالبانو د یاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې پر اسرائیلو دایران برید له ځان څخه د ایران د دفاع مشروع حق یاد کړی او ویلي یې دي چې کابل له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي.
د طالبانو د مخالفانو د نه ملاتړ په تړاو د ایران د مرستیال سفیر دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو اکثریت مخالفو وسله والو ډلو ددې ډلې په څېر پر اسراییلو د ایران د برید ملاتړ کړی دی.