تهران(کوبها نیوز)- ایران د مقاومت جبهې څلور قوماندانان له داعش سره د همکارۍ په تور نیولي.
دداعش په تور دغه څلور نیول شوي افغانان چې ویل کیږي مشري یې د محمد ذاکر رامش په نامه د افغانستان د مقاومت جبهې قوماندان کوله، د ایران د کرج په ماهدشت سیمه کې نیول شوي.
یو شمېر رسنیو پاتې نور کسان خیرالدین، اولیاءخان او عبدالکبار حیدري یاد کړي چې ویل کیږي اندراب کې د مقاومت جبهې قوماندانان وو. قوماندان رامش چې ایراني پولیسو دداعش سرګروپ ګڼلی، د مقاومت جبهې د وژل شوي قوماندان خیرمحمد خیر خواه زوی او د اندراب اوسېدونکی دی.
د ایران د فراجا یا ترهګرۍ ضد قطعې د عملیاتو ویاند سردار سعید منتظر المهدي ایراني رسنیو ته وویل چې اته نور کسان دداعش له دې څلورو غړو سره د همکارۍ په تور نیول شوي.
د ایران د فراجا یا ترهګرۍ ضد قطعې د عملیاتو ویاند محمد ذاکر رامش د کرج په ماهدشت سیمه کې د داعش عملیاتي قوماندان یاد کړی.
“دغه کسان په دوو ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي، د هغوی پر موټر د پولیسو ډزو کې درې تنه ټپیان شوي او نیول شوي. دوی د اختر ورځو کې د ځانمرګي برید هوډ درلود.”
د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې ویلي چې نیول شوي کسان له داعش سره تړاو نه لري او په ایران کې د کډوالو په حیث اوسېدل.