ایلان ماسک، د خپل شرکت تر ټولو ځواکمن توغندی د دریم ځل لپاره فضا ته واستاوه.
ایلان ماسک پورې اړوند اسپیس اکس شرکت ویلي، چې سټارشیپ توغندی د امریکا په وخت د شپې ۸:۲۵ د تګزاس ایالات له یوې اډې څخه په بریالیتوب فضا ته پورته شو.
ددې پروژې د مسوولینو په وینا دغه توغندی څومره چې اټکل کېده تر هغه په ښه او بریالۍ توګه خپل هدف په لوري تللی دی.
ویل کیږي، چې دغه ۱۲۰ متري توغندی به د فضايي حمل و نقل برخه کې د یوه انقلاب پيلیدونکی وي، فضا ته د تګ لپاره به د ډېرو خلکو هیلې پوره کړي او حتی داسې چې په ډېرو کمو لګښتونو به انسانان له خپلو اړتیا وړ توکو سره فضا ته پورته شي.
دا ایلان ماسک پورې اړوند د ایکس سپیس شرکت له لوري فضا ته دریم ازمایښت و، په تېره اپریل میاشت کې ددې شرکت توغندی په هوا کې وچاودید او نومبر میاشت کې له کاره ولوید.
جمعه, ۷ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل