مزارشریف (کوبهانیوز ۶ وري ۱۴۰۳): په بلخ ولایت کې د رمضان جام په نوم د کرکټ لس اوریزه سیالۍ د پیل شوې.
سمهییز مسوولین وایي، چې دغه سیالۍ به د شپږو لوبډلو ترمنځ ۱۰ ورځې دوام وکړي.
د بلخ ولایت د کرکټ امر محمدالله ثابت وايي، یادې سیالۍ په لس اوریزي بڼه ترسره کیږي او په ټوله کې شپږ لوبډلې به ټولټال شل لوبې ترسره کړي.
د نوموړي په وینا د دغو لوبو ترسراوي موخه د انټرکلپ راتلونکو سیالیو لپاره د لوبغاړو چمتوالی دی.
بلخوا د دغې سیالیو لوبغاړي د دغه ډول لوبو له ترسراوي خوښي ښيي خو له مسوولینو په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالي د جوړیدو غوښتنه کوي.
اسدالله د کرکټ لوبې لوبغاړی د دغو سیالیو له ترسراوي خوښي څرګندوي خو وایي، چې بلخ کې د کرکټ لوبو لپاره معیاري لوبغالی نشته او د جوړیدو غوښتنه یې کړي.
سلطانمحمد یو بل لوبغاړی هم په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالي له نشتونه شکایت کوي او وایي، چې ډېری لوبغالي د لوبو په موخه خوست، ننګرهار او کندهار ولایتونو ته ځي.
رپوټ: سهراب ستانکزی