Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»بلوڅ ملي غورځنګ: داعش بلوچستان کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ فعالیت کوي

    بلوڅ ملي غورځنګ: داعش بلوچستان کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ فعالیت کوي

    "په بلوچستان کې د نړیوال ترهګریز سازمان داعش کمپونه فعال دي، او دوی د پاکستان د پوځ تر مستقیمې څارنې او ملاتړ لاندې فعالیت کوي. دا ډله په خپلو ژورو افراطي مذهبي عقایدو په بلوچستان کې له بشري حقونو په کلکه سرغړونې کوي."
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (کوبها نیوز)- د بلوڅ ملي غورځنګ مشر ډاکټر نسیم بلوڅ په بلوچستان کې د داعش پر کمپونو اندېښنه ښودلې او وایي، د پاکستان پوځ یې حمایه کوي.

    ډاکټر بلوچ د “پاکستان کې له بشري حقونو سرغړونې: بلوچستان په محراق کې” تر سرلیک لاندې د بلوڅو د بشري حقونو شورا یوې غونډې ته په وینا کې وویل: “په بلوچستان کې د نړیوال ترهګریز سازمان داعش کمپونه فعال دي او دوی د پاکستان د پوځ تر مستقیم څار او ملاتړ لاندې فعالیت کوي. دغه جنګیالۍ ډله له ژورو افراطي مذهبي عقایدو سره لاس او ګریوان ده او په بلوچستان کې له بشري حقونو په کلکه سرغړونې کوي”.

    ډاکټر بلوچ د بلوچستان تاریخي شالید ته په اشارې، اووه لسیزې وړاندې پر بلوچستان د پاکستاني پوځ د برید یادونه وکړه او ویې ویل: ” ۷۶ کاله وړاندې د مارچ پر ۲۷ مه د پاکستان پوځ د بلوچستان په خاوره په زور یرغل وکړ، له هغه وخته راهیسې دا د یوې تورې ورځې په توګه پېژندل کیږي. پاکستان نړیوالو قوانینو ته په بې اعتنایي آزاد بلوچستان اشغال کړ او زموږ د خپلواکۍ خوبونه یې عملي کېدو ته پرېنښودل”.

    ډاکټر بلوچ د بلوچستان او ددې سیمې د خلکو په ستراتیژیک ارزښت او سیکولر ارزښتونو ټینګار وکړ او د سیمه ییز ثبات په وده کې یې د ارزښتناکو شریکانو په توګه د دوی وړتیا په ګوته کړه. ده وویل، چې آزاد بلوچستان د سيمې په امن او يووالي كې مرستندوی تمامیږي”.

    دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو حکومت د کندهار د ځانمرګي برید عامل یو تاجیکستانی وګړی بولي او وایي، د پاکستان له بلوچستان نه افغانستان ته راغلی و او په کندهار کې یې د کابل بانک پر وړاندې ځان والوزاوه.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي

    کوبها نیوزجوزا ۲۷, ۱۴۰۳

    کابل ته پاکستانى پلاوى راغلى, په سوداګرۍ به خبرې سه شنبې پيل شي

    کوبها نیوزحمل ۶, ۱۴۰۳

    مولوي عبدالکبیر: نړۍ له موږ سره له تعامل پرته بل انتخاب نه‌لري

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    د ایفون په کپچر تڼۍ کې نوي سهولتونه رامنځته کیږي

    کوبها نیوزحوت ۲۱, ۱۴۰۲

    افغانستان او قرغزستان د نړیوال جام سیالیو ته د لار موندلو لپاره سره سیالي کوي

    کوبها نیوزثور ۷, ۱۴۰۳

    بلوڅ ملي غورځنګ: داعش بلوچستان کې د پاکستاني پوځ په ملاتړ فعالیت کوي

    کوبها نیوزحمل ۹, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.