برلین (کوبها نیوز) – د بې سرحده خبریالانو سازمان (RSF) د ښځینه خبریالانو پر جامو، غږیزو رسنیو ته د ښځو پر لاسرسي او د طالب چارواکو پر ویډیو او عکسونو بندیزونو باندې اندېښنه ښودلې او وایي، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې بندیزونه مخ پر ډېرېدو دي.
بې سرحده خبریالان وايي، په افغانستان کې زور زیاتی دوام لري، په ځانګړې توګه د خبریالانو، اوریدونکو او لیدونکو په توګه رسنیو ته د ښځو لاس رسی محدودوي. بې سرحده خبریالان زیاتوي: «د فبرورۍ په ۱۸مه د طالبانو والي ملا شیرین اخند د کندهار چارواکو او پوځیانو ته په یوه لیک کې امر وکړ چې په خپلو غونډو کې د عکسونو او ویډیوګانو د اخیستلو اجازه ورنه کړي، اوس یوازې لیکل شوي مواد او غږیز مواد دي. د خوست امنیه قومانداني د راډیو او ټلویزیون په خپرونو کې د ښځو پر غږولو بندیز لګولی دی”.
دغه سازمان وايي، په ملي کچه د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر په ښځینه خبریالانو محدودیتونه سخت کړي، دوی ته یې امر کړی چې تور حجاب واغوندي چې یوازې سترګې پکې لوڅې وي.
بې سرحده خبريالان په خپل راپور کې وايي، په داسې حال کې چې خبريالان د سخت جبر، سانسور او ځانسانسورۍ تر سيوري لاندې دي، نوي محلي محدوديتونه چې ښايي د هېواد نورو سيمو ته وغځول شي او ملي محدوديتونه د افغاني رسنيو لرلید نور هم کړکېچن ښيي. بې سرحده خبريالانو د طالبانو له مشر مولوي هيبت الله اخندزاده غوښتي چې دغه ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي.
بې سرحده خبريالان وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته چې طالبانو واک تر لاسه کړی، پر خبريالانو ګڼو محدوديتونو د مطبوعاتو ازادي سخته محدوده کړې ده.
افغانستان د ۲۰۲۳ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۵۲ ځای لري.