جلال اباد( ۵ وری ۱۴۰۳ کوبهانیوز): تورخم کې د پاکستاني ځواکونو ترمنځ خپلمنځي اخ او ډب له افغان کډوالو د “رشوت اخستو د حق” پر سر شوی و.
په تورخم کې یوې سرچینې کوبها نیوز ته وویل چې سرحدي ملېشه سرتېري (ایف سي) له صفري نقطې نه مخکې تلل او له افغان کډوالو یې د پیسو په هدف اسناد اخستل، خو د څیړنو فدرال ادارې (ایف آی اې) کارکوونکو ددې کار ممانعت کاوه او د اسنادو کتل یې د کډوالو د برخې مسوولیت باله.
ددواړو خواوو ترمنځ نښته کې ۱۳ تنه ټپیان شوي چې پنځو تنو پکې ژور ټپونه خوړلي.
سرچینه وایي، افغان کډوالو ملیشه سرتېرو او د ایف آی اې کارکوونکو ته هممهاله پیسې نه ورکولې.
د تورخم کمېسار ملا عبدالجبار حکمت وایي چې، د پاکستاني ملېشو ترمنځ د دې خپلمنځي شخړې له امله د تورخم دروازه د درې ساعتونو لپاره تړل شوې وه.
حکمت وایي، چې، یاده لار بېرته د تګ را تګ پر مخ پرانېستل شوې ده.
پر تورخم له افغان کډوالو د تګ او راتګ پرمهال رشوت او په جبر پیسې اخستل د پاکستاني سرحدي ځواکونو لپاره په یوه تجارت بدل شوی او له پرله پسې نیوکو سره سره، د پاکستان حکومت ددې چارې د مخنیوي لپاره جدي اقدام نه دی کړی