کابل(۲۴ کب ۱۴۰۲) تورخم کې د طالبانو چارواکي وايي چې، پاکستاني لوري تر څلور ورځو وروسته د تورخم دروازه یوازې د ناروغانو پرمخ خلاصه کړې ده.
مسوولینو ویلي، لومړی هغو ناروغانو ته اجازه ورکوي، چې له مخکې یې نومونه ثبت کړي او وروسته به نورو ناروغانو ته د تګ اجازه ورکړل شي.
ویل کیږي، چې هغه کسان له ویزې پرته تللی شي، چې د کینسر ناروغۍ شپږ میاشتني کارتونه له ځانه سره لري.