Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۲۹ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»جنرال مکینزي: طالبان پر امریکا د برید هوډ نه لري، خو نورو ته دا فرصت برابروي

    جنرال مکینزي: طالبان پر امریکا د برید هوډ نه لري، خو نورو ته دا فرصت برابروي

    دوه مشهور امریکايي جنرالان په دې باور دي، چې امریکا باید د افغانستان وضعیت وڅاري او د ترهګرو ډلو د بیا منسجم کېدو د مخنیوي لپاره له هوا څخه د دغه هېواد څارنې ته دوام ورکړي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۲۹, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (کوبها نیوز) – د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۱۹مه) د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال کینټ مکینزي له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې استماعیه غونډې ته حاضر شول.

    په افغانستان کې د امریکا د سیاسي او پوځي ماموریت د پای ته رسیدو په اړه د امریکا پخواني لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل چې له افغانستان نه وتل یوه سیاسي پریکړه وه او امریکايي پوځیانو هیڅکله د ډونالډ ټرمپ او جو بایډن ادارې ته دا ډول وړاندیز نه دی کړی.

    جنرال میلي امریکايي سناتورانو ته وویل، چې طالبانو د دوحې تړون نه دی عملي کړی او لا هم ددوی پر ژمنو باور نه لري: “زه باور لرم چې طالبان لا هم یو ترهګر سازمان دی، هغوی لا هم په خپل هېواد کې وحشتناک کارونه کوي. زه افغانستان ته بیا ستنېدل په ګټه نه ګڼم او زه له طالبانو سره تعامل ستونزمن بولم”.

    دغه دوه امریکايي جنرالان وايي، د افغان حکومت د بقا او د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره یې وړاندیز کړی و، چې ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، خو امریکايي حکومت له افغانستان نه د وتلو په پرېکړې سره یوه ستراتیژیکه تېروتنه وکړه.

    د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال کینټ مکینزي وویل، چې په اوسني وضعیت کې طالبان د امریکا لپاره ګواښ نه دي، خو نورو ډلو ته د دې فرصت برابروي، چې امریکا ته ګواښ متوجه کړي. خپله طالبان زموږ پر هېواد د برید اراده نه لري، خو هغوی نورو ډلو ته د ټوپ اچونې تختې په توګه ددې زمینه برابروي. زموږ اصلي اندیښنه باید دا وي چې داعش او القاعده په افغانستان کې د بیا منسجم کیدو فرصت لري او دوی زموږ پر هیواد د برید کولو تمه لري.»

    په افغانستان کې د القاعدې او داعش د بیا منسجم کېدو په تړاو د امریکا د دغو دوو پخوانیو پوځي چارواکو ټینګار په داسې حال کې دی چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ډاډ ورکړی چې د القاعدې جنګیالي په افغانستان کې نشته او د داعش -خراسان څانګه ځپل شوې ده.

    په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو وخت په نږدې کیدو سره افغانستان یو ځل بیا په دغه هیواد کې توده موضوع ګرځیدلې او د دغه هیواد په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي هڅه کوي استماعیه غونډو ته د پخوانیو چارواکو د رابللو له لارې د جوبایډن پر حکومت د نیوکو څپې لاپسې زیاتې کړي.

    افغانستان، امریکا وتل، حکومت سقوط، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    سیلابونو مختلفو ولایتونو شاخوا ۱۵۰ کورونه نړولي

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    امریکايي سناتورانو افغانانو ته د ۲۰ زره ځانګړو ویزو د منظورۍ غوښتنه کړې

    کوبها نیوزحوت ۲۴, ۱۴۰۲

    بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي

    کوبها نیوزجوزا ۲۹, ۱۴۰۳

    د غلام‌خان بندر لار د سوداګرۍ پرمخ خلاصه شوه

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    د هند دفاع وزیر: که اړتیا شوه زموږ ځواکونه به د ترهګرو د وژلو لپاره پاکستان ته ننوځي

    کوبها نیوزحمل ۱۷, ۱۴۰۳

    امریکا: طالبانو د نیول شویو امریکايي وګړو په اړه ډاډ راکړی

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.