Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»تجارت»جګپوړی سعودي پلاوی د پاکستان په سفر بوخت دی

    جګپوړی سعودي پلاوی د پاکستان په سفر بوخت دی

    "د سعودي د پلاوي له راتګ څخه مخکې، اسلام اباد د ایران له ملاتړه برخمنه زینبیون ډله د تروریستي سازمانونو په نوملړ کې شامله کړه. سربیره پردې پاکستاني چارواکو د زینبیون ډلې د جلب او جذب مسوول اشرف حسین نیولی".
    کوبها نیوزکوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    اسلام اباد (کوبها نیوز) – د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله په مشرۍ د ریاض یو لوړ پوړی پلاوی د پاکستان په دوه ورځني سفر بوخت دی.

    د بهرنیو مېلمنو له اوږده غیابت وروسته، پاکستاني چارواکو اسلام اباد کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ته د سرې غالۍ په هوارولو او د ګلونو په ګیډیو هرکلی ووایه.

    د سعودي د پلاوي له راتګ مخکې اسلام اباد د زینبیون ډله چې ویل کیږي د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي د ترهګرو سازمانونو په لیست کې شامله کړه. سربیره پردې، پاکستاني چارواکو اشرف حسین نیولی، چې ګومان کیږي د دې ډلې د استخدام په هڅو کې مهم کس دی.

    په یوه بل امنیتي اقدام کې، د کراچۍ پولیسو ددغه ښار هوايي ډګر کې له عراق څخه شاوخوا ۲۰۰ ستانه شوي شیعه پاکستانیان ونیول، څو ریاض ته په اړیکو کې خپله ژمنتیا او صداقت وښیي.

    د سعودي د پلاوي د سفر اصلي موخه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکه مکرمه کې د وروستۍ ناستې پر مهال د شوې هوکړې د عملي کېدو چټکول دي.

    د مکې له غونډې وروسته، دواړو لوریو د پنځه میلیارد ډالرو پانګونې د عملي ګامونو اخستو ته، چې مخکې پرې بحث شوی، لیوالتیا ښودلې. ریاض تراوسه په رسمي ډول د پانګونې شرایط او څرنګتیا نه دي په ډاګه کړي.

    پاکستان، چې د بهرنیو پانګونو ډېرولو او د اقتصادي ودې هڅولو ته لیواله دی، دا پانګونه د خپل بد اقتصادي وضعیت د سمولو لپاره حیاتي ګڼي. په داسې حال کې چې پر اسلام اباد بهرني پورونه زیاتیږي، دغه هیواد هڅه کوي د پانګونې د جلب له لارې په نړیوالو مالي موسسو باندې تکیه کمه کړي او د ځانګړې پانګونې اسانتیا شورا (SIFC) په څېر نوښتونو له لارې خپلې اقتصادي ننګونې کمې کړي. پاکستان د SIFC له لارې هیله من دی چې په راتلونکو دریو تر پنځو کلونو کې له خلیج هیوادونو ۷۰ میلیارد ډالره پانګونه جلب کړي.

    د اقتصادي فرصتونو سره سره، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د پاکستان کړکېچن سیاسي او امنیتي وضعیت، په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو لپاره یوه ستره ننګونه ده.

    د پاکستان اقتصادی وضعیتُ د پاکستان سعودی اړیکی، د پاکستان مالی ستونزی

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    طالبان د بدخشان پر ولسي مظاهرو ډزې کوونکي محاکمه کوي

    کوبها نیوزثور ۱۷, ۱۴۰۳

    قزاقستان او ازبکستان د ترانس – افغان په پروژه کې پر ګډې پانګونې هوکړه وکړه

    کوبها نیوزحمل ۱۷, ۱۴۰۳

    طالبانو پر ډیورنډ کرښه نوي سرتېري ځای پر ځای کړي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    د ایفون په کپچر تڼۍ کې نوي سهولتونه رامنځته کیږي

    کوبها نیوزحوت ۲۱, ۱۴۰۲

    طالبان په ولایتونو کې له زده کوونکو د “امارت پېژندنې” ازموینې اخلي

    کوبها نیوزحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    د انګلستان کرکټ بورډ: که ښځو ته د ورزش اجازه ورنکړل شي، له افغانستان سره سریز لوبې نه کوو

    کوبها نیوزثور ۱۹, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.