کابل (کوبهانیوز) – پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله په دوو جلا جلا پیغامونو کې په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د سیمې د خلکو په زیان بللي دي.
حامد کرزي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په غزه کې جګړې یو انساني ناورین رامنځته کړی او دی غواړي په غزه کې دایمي اوربند رامنځ ته شي، ترڅو د کرزي په وینا د اسراییلو او فلسطین خلک د یوه خپلواک فلسطیني دولت په رامنځته کیدو سره په سوله کې ژوند وکړي.
عبدالله عبدالله په یوه پېغام کې په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ برید له نړیوالو قوانینو او نړیوالو کنوانسیونونو سرغړونه بللې او پر اسرائیلو د ایران پرونۍ برید یې د “ایران د ملي حاکمیت د نقض په وړاندې یو دفاعي اقدام او غبرګون” بللی دی.
عبدالله عبدالله د ایران او اسرائیلو ترمنځ د کړکیچ د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده.