کابل (کوبها نیوز) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې د طالبانو حکومت ته یولړ سپارښتنې کړې او په ټینګار یې ترې غوښتنه کړې چې باید د امریکا پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي.
ګلبدین حکمتیار وایي د افغانستان فضا لاهم اشغال ده او که امریکا له دې کار لاس نه اخلي، باید سفارت یې محاصره او بند شي او ټول امریکایي پرسونل له افغانستان ویستل شي.
حکمتیار د امریکا يي ډالري مرستو پر بستو هم سخته نیوکه کړې او وایي افغانان فکر کوي چې دا ډالري بستې د هیواد د فضاپیرلو بیه ده.
“د امريكا د ډالرو كڅوړي چي په حقيقت كي د زهرو كڅوړي دي او بد شيطاني عزائم او موخي ئې تر شا دي؛ په جدي توگه مستردول؛ منل ئې نه زموږ دين جائز گڼي او نه ئې زموږ ايمان او غيرت. افغانان او نړۍ وال داسي گمان كوي چي دا كڅوړي د هېواد د فضاء پېرلو بيه ده.”
حکمتیار ویلي د افغانستان پر وړاندې لاهم جدي ګواښ موجود دی اود دې ګواښ د مخنیوي لپاره باید ولسي مقاومت چمتو او له خلکو اخستل شوې وسلې بیرته ورکړل شي.
د حزب اسلامي مشر ویلي، دولتي مسوولین باید د ملت د ارادې پراساس وټاکل شي او باید داسې یوه شورا رامنځ ته شي چې، د ټولو مسایلو په اړه وروستي پریکړه وکړي.
« افغانستان يوې درنې، معتبري او د ملت د ارادې ممثلي داسي شورى ته ضرورت لري چي ټول افغان ولس تمثيل كړي، د ټولو ملي مسائلو په اړه د تصميم لوړه او وروستۍ مرجع وي او پرېكړو ته ئې فرد فرد تمكين ولري»
د ګلبدین حکمتیار دغه سپارښتنې داسې مهال دي چې طالبانو د نوموړي په مشرۍ حزب اسلامي ګوند منحل اعلان کړی او تیره اونۍ نوموړی دعدلیې وزارت لخوا اړ شو څو له خپل پخواني استوګنځي ووځي.