خوست ( کوبها نیوز)- د خوست ولایتي چارواکي وايي، چې د خوست ښار په څړبني سیمه کې موندل شوي ډله ییز قبر کې تر ۱۰۰ د ډېرو کسانو د وجود هډوکي موندل شوي، چې تر څیړنو وروسته به په یوه نوي قبر کې خاورو ته وسپارل شي.
د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال ددې جسدونو د انتقال پرمهال خبریالانو ته وویل، چې ولایتي ادارې د جسدونو د پاتې شونو د څیړلو لپاره یوه کمېټه ټاکلې او تر څیړنو وروسته به په یوه بل قبر کې خاورو ته وسپارل شي.
بلال وویل: « ددې جسدونو د څیړنې لپاره کمیټه ټاکل شوې او تر اوسه تر ۱۰۰ جسدونه موندل شوي، چې د ښځو لباس هم پکې دی. داسې هم کېدای شي چې دلته پوره یوه کورنۍ وژل شوې وي».
دغه ډله ییز قبر په څړبني سیمه کې د اوبو د یوه کانال د کیندنې پرمهال ترلاسه شوی دی.
د سیمې خلک او قومي مشران داسې اټکل کوي، چې دغه ډله ییز قبر په ۱۳۵۸ کال کې چې خلق دیموکراتیک ګوند پر افغانستان واکمن و، وژل شوي او دلته دفن کړای شوي دي.
د وژل شویو کسانو پر جسدونو د مرمیو نښې دي او له قبر نه د ورځني استعمال ځینې توکي لکه کیلي، ږمنځ، لاسي ساعت او نور توکي هم ترلاسه شوي، چې ښيي دا کسان پټ وژل شوي او ډله ییز دفن کړای شوي دي.
جمعه, ۷ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل