واشنګټن( غویي لومړۍ ۱۴۰۳ کوبها نیوز): د شنو ښکرونو “شیطان کمېټ” یا لکۍ لرونکی شیطان هر انسان ته په ژوند کې يوازې یو ځل د لېدو موقع ورکوي.
اټکل شوی چې، دا ستوري ته ورته لکۍ لرونکی رڼا به لومړی د اسټرالیا په اسمان ولیدل شي او وروسته به د اپريل په ۲۱مه یا ۲۲ مه په ډېرو هېوادونو کې د لېدو وړ وي.
د ناسا اداره وايي،”لکۍ لرونکی شیطان” په وروستي ځل په ۱۹۸۶ ميلادي کال کې لېدل شوی و. د ناسا د رپوټ له مخې “شیطان کمېټ” به يوازې د شپې له خوا پر اسمان د لېدو وړ وي، خو د اسټرالیا د ملي پوهنتون فزیکپوه برد ټاکر وايي، دا ستوري ته ورته لکۍ لرونکی موجود به مُشتري سره نږدې وي او لېدل به یې دقت وغواړي.
ټاکر ويلي، دا لکۍ لرونکی چې د لمر خواته نږدې کېږي، د یخ برخه به يې په ګرمېدو شي او د لېدو وړ به ګرځي. د هغه په وينا داسې ښکاري چې هغه لا تراوسه له لمر څخه په لرې واټن کې دی او د روانې اوونۍ وروستيو کې به لمر ته نږدې شي.
د اسټراليا د سوئینزن پوهنتون د فضايي صعنت موسسې مدیر الن د دې ستوري لېدل له دوبینه بغیر ناممکن بللي.