طالبان د دوحې له کنفرانس نه چې د فبروري پر ۱۸مه د دوو ورځو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړیږي، تر هغه څه ښايي ډېر توقعات ولري، چې د دولت سیاسي مخالفان او نړیواله ټولنه یې له طالبانو لري. دې ته ورته کنفرانس د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې هم په دوحه کې جوړ شوی و، چې د محدود اشتراک له امله یې پاموړ نتایج نه درلودل.
د ملګرو ملتونو استازي توماس نکلسن د فبروري پر اتمه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې کابل ته یې د سفر هدف د واقعي هیلو رامنځته کول او د یوه رغنده کنفرانس لپاره غوره اسنانتیاوې چمتو کول دي. دغه کنفرانس ته طالبان، پخواني سیاستوال، د مدني ټولنې او رسنیو استازي هم بلل شوي دي. طالبانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره شین څراغ ورکړی خو تراوسه یې خپل پلاوی او په کنفرانس کې مطرح کېدونکي مسایل نه دي په ډاګه کړي.
نیکلسن د سیمه ییزې همغږۍ د رامنځته کولو په هدف په قرغیزستان کې د اروپا او د منځنۍ استیا د استازو په ناسته هم ګډون کوي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان له اړخه د منځنۍ اسیا د هېوادونو اندېښنې اوریدل کیږي او د دوحې په کنفرانس کې به بحث ته وړاندې کیږي. د نکلسن د سفر هدف دادی، چې د کنفرانس له جوړېدو وړاندې خپل نظریات او د کنفرانس اجنډا له برخه اخستونکو سره شریکه کړي او مخکې له مخکې د طالبانو، سیمه ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې د نظریاتو ترمنځ یوه همغږي رامنځته کړي.
طالبانو له دغه کنفرانس نه خپل توقعات او غوښتنې تراوسه رسما نه دي مطرح کړي، خو ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دوحې کنفرانس د کاري کړنلارې تر بشپړ حصول او مطالعې وروسته به دوی په کنفرانس کې د خپل ګډون او نه ګډون په اړه تصمیم نیسي.
سره له دې چې د یو شمېر هېوادونو استازي په کابل کې موجود دي، او ځینو هېوادونو د طالبانو سفیران او د هغوی اعتبارلیکونه منلي، تراوسه هیڅ هېواد دې ته نه دی چمتو شوی، چې د دې ډلې نظام په رسمیت وپېژني. نړیواله ټولنه د ښځو د کار او زده کړو حقونو، د نجونو زده کړو، همه شموله حکومت، د بیان ازادي په څېر شرایط له طالبانو سره د تعامل لپاره خپل اساسي شرایط ګڼي. خو طالبان دې شرایطو ته په اسانه غاړه نه ږدي. ددوی د حکومت پېژندل، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ور سپارل او د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان بانک د شتمنیو خلاصول ښايي له نړیوالې ټولنې د دې ډلې مهمې غوښتنې وي. سره له دې چې ملګري ملتونه او متحده ایالات او د هغې متحدان په دې لټه کې دي، چې د افغانستان لپاره یو بل رسمي ځانګړی استازي وګوماري، خو طالبان د ملګرو ملتونو د استازځي په شته والي کې د بل دغسې پوسټ رامنځته کول بې ګټې بولي او دا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د لا ځنډېدو سبب ګڼي. د نوي استازي په ټاکل کېدو سره ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه له یوې نوې دریڅې له طالبانو او ددوی له سیاسي مخالفانو سره د خبرو اترو بهیر ته داخلیږي او دا چاره طالبان پر نوي استازځي د هیڅ ډول نفوذ نه لرلو له امله، د ځان په ګټه نه ګڼي.
«د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار او حقونو مساله د افغانانو او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه موضوع ده. طالبان په دې برخه کې قاطع دریځ لري او سره له دې چې ددې ډلې له منځه هم ددغسې غوښتنو پر وړاندې د انعطاف ښودلو کوښښ شوی، خو د دې ډلې رهبري یې پر وړاندې په خپل دریځ ټینګه ولاړه ده. ممکن نړیواله ټولنه په دې برخه کې خپل توقعات راکم کړي، خو دا د افغانستان د خلکو، ښځینه پاړکي او لوستې طبقې لپاره د منلو وړ نه ده.»
له کنفرانس نه د طالبانو یوه اندېښنه د حکومت د راتلونکي په تړاو ده. نړیواله ټولنه د همه شموله حکومت غوښتنه کوي، خو طالبان ټینګار لري، چې ددوی حکومت همه شموله دی او پخوانۍ جنګیالۍ ډلې د افغانستان د قومونو استازولي نه کوي. د حکومت په ترکیب کې د تغییراتو پر وړاندې د طالبانو دریځ شدید ارزول کیږي، ځکه په دې برخه کې نرمښت او د تغییراتو راوستل دوی د خپل نظام د شړېدو او څو لاسه کېدو په معنا ګڼي.
په کنفرانس کې ګډون کوونکي چې له دې کنفرانس نه په کومه کچه توقعات لري، د طالبانو پخوانیو او اوسنیو دریځونو او ددوی د مخالفانو تیت او پاشلیو حرکتونو ته په پام، ښايي ډېر نتیجه بخش نه وي. د طالبانو تر ټولو ستره توقع به ددوی په رسمیت پېژندل وي، خو ددې په مقابل کې دا تضمین هم نشته چې دوی به په خپلو دریځونو کې
تغییر راولي او که نه؟
د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار او حقونو مساله د افغانانو او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مهمه موضوع ده. طالبان په دې برخه کې قاطع دریځ لري او سره له دې چې ددې ډلې له منځه هم ددغسې غوښتنو پر وړاندې د انعطاف ښودلو کوښښ شوی، خو د دې ډلې رهبري یې پر وړاندې په خپل دریځ ټینګه ولاړه ده. ممکن نړیواله ټولنه په دې برخه کې خپل توقعات راکم کړي، خو دا د افغانستان د خلکو، ښځینه پاړکي او لوستې طبقې لپاره د منلو وړ نه ده.
د سیمې د هېوادونو اندېښنې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو ډلو د حضور له اړخه، مهمې دي. د کنفرانس د بحث یوه برخه ښايي د دوحې پریکړه لیک په ترڅ کې تعهد شویو مسوولیتونو ته د طالبانو متوجه کول وي. د سیمې هېوادونه تر اوسه د طالبانو پر وړاندې محتاطانه دریځ لري، خو که د افغانستان له اړخه ددې هېوادونو امنیت ته ګواښونه ډېر شي، ښايي دریځ یې بدل شي، چې په دې صورت کې طالبان له نویو چلنجونو سره مخ کېدای شي.
دې ضد او نقیض غوښتنو، دریځونو او توقعاتو ته په پام ددوحې کنفرانس د مختلفو افغان لوریو او طالبانو او نړیوالې ټولنې او سیمې هېوادونو ترمنځ د ډیالوګ د ادامې تر حده ښايي ګټور ثابت شي، خو له دې کنفرانس نه د ډېرو توقعاتو لرل، ښايي واقعي نه وي.