Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»درانی: له هغې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلی، پاکستان ښه ورځ نه ده لیدلې

    درانی: له هغې ورځې چې طالبان واک ته رسېدلی، پاکستان ښه ورځ نه ده لیدلې

    د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دې کتنه کې ژمنه وکړه چې اسلام اباد به هڅه وکړي چې شته ستونزې په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) مسله له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو لارو هواره کړي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۶, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    اسلام اباد (کوبهانیوز) – د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ (ISSI) کې د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په قبایلي سیمو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه ۶۵ سلنه زیات شوي دي.

    اصف درانی ادعا کوي چې په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان وضعیت د پاکستان پر وضعیت د اسلام اباد او ډهلي تر منځ د درېیو جګړو په پرتله ډېر ویجاړونکي اغېزې لرلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د طالبانو د اوسني واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه د پخوا په پرتله پنځه سوه ځله ډېر شوي دي.

    درانی وايي، پاکستان تمه درلوده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته به په سیمه کې امنیتي وضعیت ښه شي، خو اوس وضعیت لا بد شوی او په پاکستان کې بریدونه ډېر شوي دي.

    د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دې کتنه کې ژمنه وکړه چې اسلام اباد به هڅه وکړي چې شته ستونزې په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) مسله له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو لارو هواره کړي.

    د درانی دا نوې ادعا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وړاندی له دی د پاکستاني چارواکو د ورته ادعا په ځواب کې ویلي وو چې د دوی حکومت به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نړۍ امنیت ته ګواښ او د ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ لپاره وکارول شي.

    د طالبانو د حکومت ویاند له دې مخکې هم پاکستان په دې تورن کړی و چې د خپلو کورنیو ستونزو په حل کې پاتې راغلی او ویلي یې وو: “دا ډول څرګندونې له مسوولیت څخه د ځان د خلاصون او د خپلو ستونزو د توجیه کولو په معنا دي، تحریک طالبان پاکستان شل کاله وړاندې هلته فعال و او دا دا د پاکستان داخلي ستونزه ده.”

    پاکستان له ټي ټي پي سره د کابل د خبرو اترو وړاندیز رد کړ

    د افغانستان له ادرس څخه د امنیتي ستونزو په اړه د پاکستاني په هغه ګډه اعلامیه کې هم راغلی ده چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر په پای کې خپره شوه.

    په دغه اعلامیه کې د پاکستاني ادرسه غوښتل شوي، چې ایران او پاکستان به له افغانستانه را ولاړې شوې امنیتي ستونزې په ګډه هوارې کړي.

    خو ایران په دې اړه کومه اندېښنه نه ده څرګنده کړې او ایراني چارواکو له دې وړاندې هم ویلي چې دوی داسې نښې نه دي ترلاسه کړي چې وښیې په دغه هېواد کې د وروستیو بریدونو عاملین دی په افغانستان کې له کومی ډلی سره اړیکې ولري.

    دوه میاشتې وړاندې په کرمان شهر کې د ایران د انقلاب ساتونکی ځواک (سپاه پاسداران) د قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو له برید وروسته دغه هېواد د جیش العدل ډله تورونه کړه او ادعا یې وکړه چې دغه ډله په پاکستان کې خوندي ځالې لري او له هغه ځایه د ایران په خاوره کې بریدونه کوی.

    TTP افغانستان، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د اوکراین پر لور روسي توغندي د پولنډ هوايي قلمرو نقض کړی

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی وښود

    کوبها نیوزثور ۱۲, ۱۴۰۳

    د غلام‌خان بندر لار د سوداګرۍ پرمخ خلاصه شوه

    کوبها نیوزحمل ۲, ۱۴۰۳

    د افغان ځوانانو ارکسټر په بريټانیا کې د خپلو کنسرټونو لړۍ پيل کړه

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    اټکل کېږي چې د اپريل پر اتمه به لمر تندر ونیسي

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    اسراییل او حماس په غزه کې د اوربند په اړه هوکړې ته و نه رسېدل

    کوبها نیوزحمل ۲۰, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.