واشنګټن(کوبهانیوز): د سولې نړۍوال څیړنیز انستیتیوت (SIPRI) په خپلې تازه څېړنې کې وايي، چې د منځنۍ او لوېدیځې اروپا پوځي بودجه د سړې جګړې را وروسته خپل لوړ ګراف ته رسېدلې.
د دې نوې څیړنې ارقام ښیې چې د اروپا د ۲۰۲۲ له پیل راهیسې په نظامي لګښتونو کې زیاتوالی راغلی چې د ۲۰۲۲ په وروستیو کې به ۵۵۲ ملیارد یورو ته ورسیږي. د دې ارقامو پر بنسټ دا بودجه د تېر کال په پرتله ۱۶ سلنه او د ۲۰۱۴ میلادي کال په پرتله ۶۲ سلنه لوړوالی ښيي.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اورپايي هېوادونو نظامي بودجه ټولټال ۳۳۰ میلیارده یوره وه.
د دې موندنو پر بنسټ، د اروپايي هېوادونو د پوځي بودجې د زياتوالي عمده لامل د روسيې د پوځي لګښتونو د زياتوالي پر وړاندې غبرګون و. د سولې نړۍوال څیړنیز انستیتیوت په رپوټ کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې برېټانیا بیا د اروپايي هېوادونو په پرتله تر ټولو لوړ نظامي لګښتونه درلودل او جرمني هم د ۲۰۱۴ کال په پرتله په ۲۰۲۳ کې خپله پوځي بودجه ۴۸ سلنه زیاته کړې ده.