Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»رپوټونه او فیچرونه»د افغانانو لپاره د امریکا د SIV پروګرام له ګواښ سره مخ دی

    د افغانانو لپاره د امریکا د SIV پروګرام له ګواښ سره مخ دی

    د دې پروګرام احتمالي پای په داسې حال کې اټکل کیږي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو، او د طالبانو له خوا د پخوانیو افغان سرتېرو د تعقیب، ربړونې او وژنو په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټونو اندېښنې ډېرې کړې دي
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۷, ۱۴۰۲04 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    photo: by Mariam Zuhaib/AP
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن( ۱۷ کب ۱۴۰۲): د متحده ایالاتو له حکومت سره د کار سابقه لرونکو افغانانو لپاره د واشنګټن د بیا میشتیدنې پروګرام د دې کال په وروستیو کې پای ته رسیږي چې په لسګونو زره کسان یې د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخ کړي.
    د کانګرس له خوا د ۳۸ زره او ۵۰۰ ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIVs) اجازه ورکړل شوې، خو د اګست په میاشت کې د متحده ایالاتو د وتلو د کلیزې په درشل کې دا پای ته رسیږي، او دا شونتیا نه لیدل کیږي چې د متحده ایاالتونو ویشل شوی کانګرس به د بایډن ادارې له خوا د ۲۰ زره نورو ویزو غوښتنه تصویب کړي.
    د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “موږ شاوخوا اته زره (SIVs) لرو. موږ له کانګرس څخه غوښتنه کړې چې دا شمېر لوړ کړي او په دې توګه له هغو افغانانو سره خپلې ژمنې پوره کړو چې د متحده ایالاتو لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی دی.”
    د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د پاتې SIVs له صادریدو وروسته به له ۱۰ زرو ډیر افغانان او د دوی کورنۍ ونه شي کړای په متحده ایالاتو کې د وروستي سکرینینګ او مرکو لپاره له افغانستان څخه بهر ژوند پیل کړي.
    د افغانانو لسګونه زره نورې غوښتنې چې تر اوسه دې پړاو ته نه دي رسېدلې، هم د غور په تمه دي.
    دیموکرات او د اردو تجربه کاره غړی جیسن کرو، چې په افغانستان کې یې خدمت کړی رویټرز ته وویل چې د SIV شمېر لوړولو کې پاتې راتلل د کانګرس له خوا اخلاقي برید او د ملي امنیت ناکامي وي.

    د دې پروګرام احتمالي پای په داسې حال کې اټکل کیږي چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پالیسیو، او د طالبانو له خوا د پخوانیو افغان سرتېرو د تعقیب، ربړونې او وژنو په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټونو اندېښنې ډېرې کړې دي

    طالبان چې د امریکا په ملاتړ پخوانیو حکومتي چارواکو او عسکرو ته یې بښنه اعلان کړې، د ملګرو ملتونو تورونه ردوي.
    د افغان تخلیې سازمان مشر شان وان ډایور چې د رضاکاره او تجربه لرونکو ډلو یو لوی ایتلاف دی، او له خطر سره مخ افغانانو سره د بیا میشتیدنې په برخه کې مرسته کوي، وویل، «د کانګرس مشر مایک جانسن د وړاندیز مخه نیولې او دا په یو اړخیز ډول د هغو زرګونو وړ افغانانو مخه نیسي چې امریکا ته د راتګ هیلې لري».
    د جانسن دفتر سمدلاسه دې ته ځواب ونه وایه.
    د وان ډیور په باور، حتا ۲۰ زره نورې ویزې ددې بهیر د پای ته رسولو لپاره کافي نه دي.
    هغه د سپتمبر په میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت راپور ته اشاره وکړه چې شاوخوا ۱۳۰ زره بشپړ یا جزوي غوښتنلیکونه پاتې دي. په دې شمیر کې د غوښتنلیک ورکوونکو کورنۍ شاملې نه دي .
    په عراق کې جمهوري غوښتونکی براډ وینسټروپ وویل: “موږ د هغو لسګونو زرو افغانانو په وړاندې مکلفیت لرو چې په شل کلنه جګړه کې زموږ تر څنګ ولاړ وو.”
    پروسږکال، هغه له نورو سره په همکارۍ یوه لایحه برابره کړه څو د SIV ویزو شمېر شل زرو ته لوړ کړي او دا پروګرام تر ۲۰۲۹ پورې وغځوي.
    له ۲۰۱۴ کال راهیسې، دا پروګرام تقریبا هر کال د کانګرس له خوا پراخ شوی او محدود شوی، که څه هم د غوښتنلیکونو بهیر د ټرمپ ادارې په دوره کې د پام وړ ورو شوی و. کانګرس په ۲۰۲۲ کال کې د ۳۸زره او ۵۰۰ ویزو اوسنی حد ټاکلی. خو په داسې حال کې چې د مشرانو جرګې ډیموکراټانو تیر کال د ددې وېزو زیاتوالی او د پروګرام غځول تصویب کړل ، د کانګرس جمهوري غوښتونکو یې مخالفت وکړ.
    په همدې ترڅ کې د اس آی وي د صادرولو پروسه یوڅه ساده شوه او پاموړ چټکتیا پکې راغلې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواک په وینا، د ۲۰۲۱ کال له سپټمبر څخه تر تېرې میاشتې پورې، د بهرنیو چارو وزارت شاوخوا ۳۹۰۰۰ اېس آی وي ویزې صادرې کړې دي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر او لوی درستیز قطر ته لاړل

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    قزاقستان او ازبکستان د ترانس – افغان په پروژه کې پر ګډې پانګونې هوکړه وکړه

    کوبها نیوزحمل ۱۷, ۱۴۰۳

    د بغلان د نیزونو ناورین: “هر څه مو له لاسه ورکړل”

    کوبها نیوزثور ۳۰, ۱۴۰۳

    ډونالډ لو :متحده ایالات په پاکستان کې وروستي انتخابات خپلواک نه ګڼي

    کوبها نیوزحمل ۱, ۱۴۰۳

    د طالبانو حکومت او پاکستان د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وځنډول شوه

    کوبها نیوزثور ۲۳, ۱۴۰۳

    د پاکستان دفاع وزیر: « ترهګر له افغانستان څخه راځي»

    کوبها نیوزحوت ۲۷, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.