د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرېکټ ټسټ لوبې د روانې فبرورۍ میاشتې له دویمې نیټې پیل شوې او په پام کې ده چې، د دواړو لوریو ترمنځ اوه لوبې ترسره شي.
د لوبې په لومړۍ ورځ سریلانکا پچه وګټله او افغان لوبغاړو ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
په لومړۍ ورځ افغان لوبډله د ۱۹۸منډو په جوړولو سره وسوځېده او په دویمه ورځ بیا د سریلانکا لوبډلې د افغانستان د ۱۹۸ منډو په ځواب کې ۴۳۹ منډې جوړې کړې.
په پام کې ده چې له دې ټسټ لوبې وروسته ، د روانې فبرورۍ میاشتې پر نهمه نېټه د یادو لوبډلو ترمنځ د درېیو يو ورځنيو لوبو بله لړۍ پیل شي ،چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړي.
تر هغه وروسته د دريو شل اوريزو لوبو بله لړۍ پيلېږي چې، لومړنۍ يې د فبروۍ پر ۱۷، دويمه پر ۱۹ او وروستۍ هغه د فبرورۍ پر ۲۱ نیټه ترسره کیږي.
له سریلانکا سره د دې لوبو تر بشپړیدو وروسته، د روانې فبرورۍ پر ۲۷مه نیټه افغان ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې له ايرلنډ سره ټېسټ لوبه لري.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، په روان کال کې شپږ نورې ټېسټ لوبې هم په پام کې لري.