کابل( کوبهانیوز)- د افغانستان بانک وایي، په ۱۴۰۲ کال کې د تېر ۱۴۰۱ کال په پرتله د افغانۍ ارزښت ۱۷٬۸۲ سلنه لوړ شوی.
افغانستان بانک په ۱۴۰۲ کال کې د خپلو لاسته راوړنو په رپوټ کې وایي، چې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او دا مهال افغانۍ د سیمې په کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده.
د افغانستان بانک وایي، په بانکي سکتور کې پر امانتونو د محدودیتونو کچه په تدریجي ډول را ټیټه شوې او په لرې پرتو سیمو کې بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه نوې بانکي څانگې پرانیستل شوې او د تضمینونو په اجرا کې پرمختګ را منځته شوی.
ددرپوټ له مخې، تېر کال د شاوخوا ۵.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه سوځول شوي او پر ځای یې نوي چاپ بانکنوټونه بازار ته وړاندې شوي.
د افغانستان بانک وایي، چې د اسلامی بانکوالۍ د پراختیا په لړ کې د وړو پورونو یو بانک په بشپړ ډول اسلامي شوی.
د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت لوړېدو او په بانکونو کې پر امانتونو د محدودیتونه کمولو په تړاو دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دغه بانک په اوسط ډول هره اونۍ ۱۵ میلیونه دالره د لیلام په بڼه بازار ته وړاندې کوي او خلک له خصوصي بانکونو د خپلو پیسو په را اېستلو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.