بنکاک (کوبهانیوز) – د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د فوټسال نړیوال جام ته د غوراوي سیالیو په لړ کې د قرغیزستان له ملي لوبډلې سره په ننۍ لوبه کې قرغیزستان ته ۳-۵ ماتې ورکړه.
مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې بریا له تیارو څخه رڼا ته د تګ په مانا وبلله.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د مبارکۍ په خپل پیغام کې لیکلي چې افغان ځوانانو په ځانګړې توګه د فوټسال ټیم لوبغاړو ته د لا زیاتو بریاوو هیله کوي.
د ملي مصالحې شورا پخواني رییس، عبدالله عبدالله په خپله ټوېټر پاڼه کې د قرغیزستان پر وړاندې د بریا مبارکي ورکړې او نړیوال جام ته لار موندل یې یوه بریا بللې ده.
د فوټسال نړیوال جام لوبې به سږ کال په ازبکستان کې د ۲۴ هېوادونو په ګډون ترسره شي.