Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د افغانستان متحده جبهه وایي، د تېر نظام امنیتي ځواکونه بېرته منسجم کوي

    د افغانستان متحده جبهه وایي، د تېر نظام امنیتي ځواکونه بېرته منسجم کوي

    د افغانستان متحده جبهه ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د پخواني جمهوري حکومت د عسکرو په ګډون تر شل زره زیات کسان بندیان کړي دي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزحوت ۱۴, ۱۴۰۲03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    GMIC
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (۱۴ حوت ۱۴۰۲: کوبها نیوز) د افغانستان متحده جبهه ادعا کوي چې د دې جبهې د رهبرۍ غړي هڅه کوي د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو لیکې د دوی په وینا، «د طالبانو له کنټرول نه د افغانستان د آزادولو» لپاره بېرته منسجمې کړي.
    په امریکا کې مېشتو د افغانستان متحدې جبهې غړو چې د یکشنبې په ورځ یې په واشنګټن کې د دې جبهې په دفتر کې د سرتېرو د ورځې د نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د طالبانو حکومت یې د افغانانو د حقونو په تر پښو لاندې کولو تورن کړ.
    د افغانستان د متحدې جبهې غړي او په جمهوري نظام کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د جمهوري نظام د مشرانو په کړنو نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې د دوحې د سولې د هوکړې په ماهیت پوهېدل، خو پر وړاندې یې ونه درېدل او دغه تړون د نظام د سقوط لامل شو. قیومي ادعا کوي چې تر ۲۰ زره ډېر کسان چې ډېری یې د پخواني نظام سرتېري دي، نیول شوي او دا مهال د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.
    هغه زیاته کړه: “زموږ د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا زموږ ٢٧-٢٨ زره همسنګره ملګري بنديان دي، موږ به يې هېر نه کړو ، بېرته را ګرځو، خپل وطن به ازاد کړو او د افغانستان د خلکو حقونه به تامين کړو.”
    د افغانستان د متحدې جبهې یوه بل غړي جنرال خوشحال سادات په دې مراسمو کې وویل چې د دوی د جبهې د رهبرۍ غړي هڅه کوي چې د جمهوري نظام سرتېري له هېواده بهر بېرته منسجم کړي.

    جنرال سادات پرته له دې چې د کوم مشخص هېواد نوم واخلي وویل چې د افغانستان د متحدې جبهې د رهبرۍ غړی جنرال سمیع سادات د پخوانیو ځواکونو د انسجام لپاره د وضعیت برابرولو په موخه یوه مشخص هېواد ته سفر کړی دی.
    د پخوانيو سرتېرو د نيولو او زنداني کېدو په تړاو د افغانستان د متحدې جبهې ادعا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د روان کال د ډسمبر په ١٣مه د امریکا د کانګرس د غړو د ورته اندېښنې په غبرګون کې دا “پروپاګند” بللى و. خو د پخوانیو سرتېرو د کورنیو یو شمېر غړو او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو هم تر دې مخکې دا ډول اندېښنې ښودلې دي.

    GMIC

    که څه هم د افغانستان متحدې جبهې په افغانستان کې د پخوانیو پوځیانو د ادغام لپاره کوم مشخص هېواد نه دی یاد کړی، خو له تاجکستان پرته د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو تر دې وړاندې په سیمه ییزو غونډو کې ویلي چې د افغانستان د وصعیت د تغییر لپاره د وسله والو هڅو ملاتړ نه کوي.
    که څه هم د افغانستان متحده جبهه په امریکا کې جوړه شوې او دفتر یې هم په واشنګټن کې دی، خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ چې د دوحې له غونډې وروسته امریکا ته ستون شو، په یوه ټویټ کې یې روښانه کړه چې هېواد یې د دوحې د فارمټ ددوام او دغه راز په نړیوال سیستم کې د افغانستان د ادغام لپاره د ملګرو ملتونو په مشرۍ د لارې نقشې د جوړولو د بهیر هرکلی کوي.

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

    عزت الله صالحيحوت ۱۸, ۱۴۰۲

    د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس: له طالبانو سره تعامل د افغانانو پرمخ څپېړه ده.

    کوبها نیوزحوت ۲۰, ۱۴۰۲

    مولوي عبدالکبیر: نړۍ له موږ سره له تعامل پرته بل انتخاب نه‌لري

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    د طــالبانو د مشر اختریز پیغام کې د نجونو تعلیم ته هیڅ اشاره نه ده شوې

    کوبها نیوزحمل ۱۸, ۱۴۰۳

    د طالبانو حکومت او پاکستان د ګډې امنیتي کمېټې غونډه وځنډول شوه

    کوبها نیوزثور ۲۳, ۱۴۰۳

    د ایران له لارې د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو کچه درې برابره لوړه شوې ده

    کوبها نیوزحمل ۲۰, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.