کابل، د فبروري ۱۲مه (کوبها نیوز)- د روڼتیا د څار نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان ناخالص تولیدات په تیرمیلادي کال کې څه باندې شپږ په سلو کې منفي رشد کړی.
په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان ناخالص تولیدات شاوخوا ۱۴ میلیارد ډالره ښوول شوي چې د ۲۰۲۰ کال پرتله څه باندې څلور میلیارد ډالره کمښت ښيي. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۱ کال کې د ناخالصو تولیداتو کمښت څه باندې ۲۱ په سلو کې و چې لوی لامل یې د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته د اقتصادي کاروبار کموالی او له بندیزونو سره د بانکي سیستم مخامخ کیدل وو.
د افغانستان د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بازارونو کې شاوخوا ۱۵۰ میلیارده افغانۍ په دوران کې وې چې د اقتصادي راکړو ورکړو د اصل پراساس که په پنځو کې ضرب کړل شي د افغانستان کلنی اقتصادي دوران ۷۵۰ میلیارده افغانیو ته رسیده. خو اوس د افغانستان د پولي دوران کچه نژدې پنځوس میلیارده افغانۍ ګڼل کیږي چې که په پنځو کې دوران پیدا کړي ټول اقتصادي مالي دوران یا د پیسو راکړه ورکړه ایله ۲۵۰ میلیارده افغانیو ته رسیږي. په دې توګه د افغانستان جي ډي پي په تیرو څه باندې دوو کلونو کې له پراخ کمښت سره مخامخ شوې او ښکاره بیلګه یې د افغانستان د ۲۰۲۲ کال د کلنۍ دولتي بودجې کچه ده چې د جمهوري نظام د وخت پرتله ترنیمايي کمه ده. دا بودجه په ۲۰۲۳ کې هیڅ معلومه نه شوه او تخصیص یې هم له نظره پټ وساتل شو چې لامل یې په مالي برخه کې د هغو متخصیصینو کمی و چې د بودجې په جوړولو کې یې تخصص درلود او دوهم لامل یې د طالب چارواکو ترمنځ په زاړه فکر د دولتي مالي سیستم پرمخ بیول دي.
د بودجې د کمښت لوی لامل د بهرنیو مرستو کمېدل بلل کیږي چې په سلګونو زره کارونه ورسره ختم او زرګونه پروژې بندې شوې چې ورسره سم د افغانستان د کورني اقتصادي مالي دوران له کړۍ څخه له درې تر څلور میلیارد ډالروکلنی کمښت د هیواد د ناخالصو تولیداتو د کمیدو سبب شو. په دې معنا چې د بهرنیو مرستو له درکه د افغانستان دننه خلکو ته ور رسیدونکې پیسې له لاسه ووتلې او د ناخالصو تولیداتو رشد پر منفي کرښه ور برابر شو.
سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال پرتله په ۲۰۲۲ کال کې یولړ نړیوالو مرستو او د سرای شهزاده د صرافانو په خبره له بهره افغانستان ته د افغانانو له خوا لیږل شویو څه باندې ۲ میلیارد ډالرو د افغانستان ناخالصو تولیداتو ته په لویه کچه ګټه ورسوله اوپه دې توګه له منفی ۲۱ څخه منفي شپږو ته ښه شو، خو لاهم د افغانستان ټول اقتصاد کوچنی شوی او سږنۍ وچکالي به دغه کوچنیتوب پسې پراخ کړي چې لاهم کرکیله د افغانستان د احصایې د ملي ادارې د رپوټ پراساس د افغانستان نژدې نیمايي ناخالص تولید جوړوي.
بلخوا د یوشمیر نړیوالو سازمانونو لکه نړیوال بانک لخوا په یوشمیر پراختیايي پروژو سره د مرستې بیا پیلول د ناخالص تولید د رکود د مخنیوي په برخه کې ښه څرک بلل کیږي خو اندیښنه ددغو پروژو څرنګوالی دی چې د جمهوریت د مهال د پرمختیايي موخو خلاف د بشري مرستو اړخ ته پکې پام ډیر کیږي، خو د ناخالص تولید د کچې په لوړوالي کې یې رول د پام وړ ګڼل کیږي. د امریکا د مرستو د پلټنې ادارې سیګار په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې په تیرو دوو کلونو کې دوه اعشاریه ۹ میلیارد ډالره د ملګرو ملتونو له لارې په نغدي ډول افغانستان ته د مرستو لپاره لیږدول شوي چې دوه اعشاریه شپږ میلیارد ډالره یې د امریکا او پاتې ۳۰۰ میلیون ډالره یې د نورو ټولو هیوادونو مرسته وه. دغو نغدي مرستو چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې اوچا په وینا لویه برخه یې د بشري مرستو په توګه مصرف شوي نه یوازې د افغانستان په بازارونو کې د نغدو ډالرو ستونزه هواره کړې بلکې د افغانستان د ناخالصو تولیداتو د ډیریدو سبب شویدي، خو په دې برخه کې هم امریکا کې بحثونه تاوده شوي او یوشمیر سناتوران او پخواني نظامیان ددغو امریکايي نغدو مرستو پر کمښت ټینګار کوي او اندیښنه یې داده چې ګټه یې مخامخ اوسنیو حاکمانو ته رسیږي.
سره له دې چې په کور دننه هم د جي ډي پي د کچې د لوړولو لپاره د طالبانو له خوا بیسارې هڅې کیږي او ډیر پام د کانونو پر استخراج ور ټول دی خو د افغانستان روان وضیعت او د قوانینو نشتوالی په دې برخه کې لویه تشه بلل کیږي او لوی پانګوال او کمپنۍ زړه نه ښه کوي چې د کانونو په برخه کې د روښانه قوانینو د نشتوالي په صورت کې دې د افغانستان لیلام ته وړاندې شویو کانونو کې پانګونه وکړي. په دې توګه ښکاري چې افغانستان به د هرکال په تیریدو سره د بې وزلۍ پر لور څو ګامه نور هم وړاندې ځي او د کورنیو ناخالصو تولیداتو حجم به لا نور پسې کمیږي.
دغه رپوټ د کوبهانیوز اقتصادي برخې چمتو کړی او سمونچارې یې د ایډیټرانو ټیم کړې