په نننۍ لوبه کې لومړی افغان لوبغاړو توپ وهنه وکړه او د سیالې لوبډلې لپاره یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه، خو د ايرلنډ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۱۹مڼډو کې وسوځېدل او لوبه د ۱۱۷ مڼډو په توپیر افغانستان وګټله.
په دې لوبه کې محمد نبي او ننګیال خروټي ښه توپ اچونه وکړه او د لوبې په لړ کې محمد نبي په ۱۰ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځول.
ننګیال خروټي بیا په نهو اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
د یادونې وړ ده چې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلڼډ پر وړاندې د دې لړئ یوه بله لوبه هم ګټلې وه او یوه لوبه هم د باران د اورښت له امله لغوه شوې وه.
یکشنبه, ۹ جدی, ۱۴۰۳
وروستي مطالب:
- اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
- د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
- بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
- حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
- جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
- قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل