دوحه (کوبها نیوز) – په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د مخ په زیاتیدونکو اندیښنو په ترڅ کې، په قطر کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ماموریت د افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان لپاره قطر کې د امریکا سفارت د عامه اړیکو مسوول او ویاند ماریو کریفو په یوه اعلامیه کې د افغان خبریالانو پر وړاندې شته ننګونې په ګوته کړې او د خبریالانو د ځورونې او توقیف د زیاتوالي او په افغانستان کې د رسنیو د څارنې ناڅرګند چاپېریال ته یې اشاره کړې ده.
کريفو وايي: “افغان رسنۍ په يو پياوړي او باعزته مسلک بدلې شوې، چې د يوې برخې نظریاتو استازيتوب يې کاوه او د افغانانو لپاره يې معلوماتو ته د لاسرسي وړ زمينه برابره کړې وه، خو نن ورځ په افغانستان کې د ژورناليزم حالت بدل شوى دى.”
کريفو يادونه کوې، چې د افغانستان په رسنيو کې د ښځو شمېر او د ښځو استازيتوب کم شوى دى. نوموړي په افغاني رسنیو کې د استعدادونو، خپلواکۍ او تنوع له منځه تللو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د دغو ننګونو سره سره، کریفو د افغان خبریالانو د رښتینولۍ او ژورنالیستیکي اخلاقو ته د ژمنتیا ستاینه کړې او وایي، چې متحده ایالات په افغانستان او نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع ته ژمن دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نړیواله ټولنه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ نمانځي، خو افغان خبریالان او رسنۍ هره ورځ نوي بندیزونه او ننګونې تجربه کوي.