کابل( ۲۰ کب ۱۴۰۲) د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مککل له طالبانو سره د تعامل په رابطه د افغانستان لپاره د امریکا د شارژدافیرې د اېکس پوسټ په ځواب کې وایی له طالبانو سره تعامل د افغانانو پر مخ څپیړه ده.
سارژدافیرې کرن دیکر تر دې وړاندې په یوه ایکس پوست کې لیکلي ول ” د ملګرو ملتونو په مشرۍ په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام په رابطه په استانبول کې د مدني ټولنې د استازو تر مینځ قوي ملاتړ موجود دی”.
مککل د شارژدافیرې د ډیکر د دغه پوست په ځواب کې لیکي چې” دغه وړاندیز د افغانستان د خلکو پرمخ چې د طالبانو د حکومت قربانیان دي، د څپیړې معنا لري.
مککل وایي، دولت باید په هیڅ ډول له طالبانو سره تعامل ونه هڅوي.