Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    یکشنبه, ۲۴ حوت, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د امریکا نوی راپور: طالبانو په خپلو محدودیتونو کې نرمښت نه دی ښودلی او د افغانستان نړیوالې ژمنې یې نقض کړې دې

    د امریکا نوی راپور: طالبانو په خپلو محدودیتونو کې نرمښت نه دی ښودلی او د افغانستان نړیوالې ژمنې یې نقض کړې دې

    په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوهم کال کې هم د ښځو له حقونو څخه سرغړونې کړي او د ښځو لپاره یې د ژوند کړې نوره هم تنګ کړې ده.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۴, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    افغان میرمنی په یوه واټ کې د طالبانو ترڅنګ تیریږی، AP Photo/Ebrahim Noroozi
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    واشنګټن (کوبها نیوز) د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کال کې په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

    په دې راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت په تفصیل سره خبرې شوې دي، خو د دغه راپور د موندنو یوه لویه برخه د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ وړاندې شوې ده.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ په دوهم کال کې په خپل سري ډول خلک نیولي، افغانان یې بې له کوم دلیله بندیان کړي، شکنجه کړي او ځورولي.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ټینګار شوی، چې واشنګټن لا هم طالبان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو د دغه راپور عمده برخه د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو له حقونو څخه په سرغړونې ورټول دی.

    د طــالبانو د مشر اختریز پیغام کې د نجونو تعلیم ته هیڅ اشاره نه ده شوې

    د دی راپور په یوه برخه کې راغلي چې: “طالبان د خپلې واکمنۍ په دوهم کال کې د نجونو د زده کړو د محدودیت په اړه له خپلو پخوانیو پریکړو نه دي په شا شوي او په خپل دریځ کې یې د نرمښت کومه نښه نه ده لیدل شوې او ان له هغو نړیوالو تعهداتو څخه یې سرغړونه کړې چې افغانستان د جمهوری نظام په مهال ورته ژمن وو.”

    په دغه راپور کې د داعش تر څنګ طالبان هم په خپلو پوځی لیکو کې د ماشومانو په ګمارنه تورن شوي او ویل شوي چې د طالبانو په لیکو کې له ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان دنده ترسره کوي.

    کابل کې د شخصي یونیفورم لرونکو کسانو له خوا د خلکو تلاشي کېدل

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت موندلی، چې د طالبانو مشر د بښنې له حکم سره سره، طالب پوځیانو دا حکم پرځان نه دی تطبیق کړی او د پوځ د پخوانیو غړو په نیولو، شکنجه کولو او حتی وژلو یې لاس پوری کړی، خو د دغه ناوړه چلند په تور څوک نه دي نیول شوي او په اړه یی تحقیق هم نه دی شوي.

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت قضايي سیستم تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې مدافع وکیل ته د تورن د نه لاسرسي سربیره د مدرسو فارغان او دولسم ټولګي زده کوونکي د قضا په رهبری کې ناست دی او قضایی قرارونه صادروي.

    د طالبانو حکومت تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د دوی د قضايي ارګانونو ټولې پرېکړې د شریعت او قانون پر بنسټ کېږي.

    مجاهد ویلی چې د دوی مشر قاضيانو ته لازمی سپارښتني کړی او قضايي ارګانونه تر خپله وسه هڅه کوي چې د محکمې پرېکړه عادلانه وي.

    که څه هم له نژدی دریو کلونو راهیسی له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي او له اتو میاشتو راهیسی نجونو ته پوهنتون ته د تګ اجازه نه ورکول کیږی، خو د طالبانو حکومت لا هم پر افغانستان د خپلې نوې واکمنۍ د لومړیو ورځو خبره تکراروي.

    د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ویاندان وايي، د تعلیمي او تحصیلي طرزالعمل په نهايي کېدو سره به د نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانستل شي.

    افغانستان، امریکا وتل، حکومت سقوط، د نجونو مکتبونه، طالبان، طالبانو سره تعامل،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    روسیه: غواړو له طالبانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړو

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    طالبانو پر ډیورنډ کرښه نوي سرتېري ځای پر ځای کړي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    پاکستان شمالي وزیرستان کې عملیاتو ته تیاری نیسي

    کوبها نیوزثور ۲۸, ۱۴۰۳

    تحریک انصاف د فدرال او پنجاب حکومتونو لپاره له مذهبي ګوندونو سره ایتلاف کوي

    کوبها نیوزدلو ۲۵, ۱۴۰۲

    د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د بحرین ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

    کوبها نیوزثور ۳, ۱۴۰۳

    د ناسا ځیرکې څرخکې خپل ماموریت پای ته ورساوه

    کوبها نیوزدلو ۲۱, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.