Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    سه شنبه, ۳۰ ثور, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانان په تبعید کې»د انګلستان کرکټ بورډ: که ښځو ته د ورزش اجازه ورنکړل شي، له افغانستان سره سریز لوبې نه کوو

    د انګلستان کرکټ بورډ: که ښځو ته د ورزش اجازه ورنکړل شي، له افغانستان سره سریز لوبې نه کوو

    ګولډ د نړیوال جام لوبو په اړه وویل، چې دا لوبې د کرکټ د نړیوال بورډ له خوا تنظیمیږي او انګلینډ اړ دی چې له افغانستان سره لوبه وکړي.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۹, ۱۴۰۳02 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    لندن (کوبهانیوز) – د انګلستان کرکټ بورډ وايي چې د افغانستان پر وړاندې به تر هغې د سریز لوبې نه کوي چې د ښځو د ورزش په اړه د طالبانو تګلاره بدله نه شي.

    د انګلستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس، ریچارډ ګولډ په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې په لڼډ مهال کې دوی په خپل مهالویش کې د افغانستان پر وړاندې د لوبو کوم سریز نه لري، خو په راتلونکي کې به تر هغه چې طالبان ښځینه کرکټرانو ته د ورزش اجازه ورنکړي، د انګلستان لوبډله به د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د سریز لوبې ونکړي.

    ګولډ د نړیوال جام لوبو په اړه وویل، چې دا لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا تنظیمیږي او انګلینډ اړ دی چې له افغانستان سره لوبې وکړي.

    د انګلستان د کرکټ بورډ اجراییوي رییس وايي، د کرکټ نړیوالې شورا په خپله وروستۍ غونډه کې د دغه بورډ غړو هېوادونو ته ویلي چې د حکومتونو په داخلي سیاستونو کې لاسوهنه نه شي کولای.

    په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبان له بیا ستنیدو سره، د ښځو د کرېکټ د لوبډلې په ګډون پر ښځينه لوبغاړو د لوبې کولو بندیز ولګېد او د افغان ښځو د کرېکټ ډېری لوبغالی استرالیا ته کډوالې شوې.

    استرالیا هم تر دې مخکې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو پر ورزش د بندیز له کبله د افغانستان له ملي لوبډلې سره د کرکټ دوه سریزه لغوه کړل.

    ټاکل شوې وه چې د افغانستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لړۍ د روان کال په اګست میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، خو د اسټرالیا کرکټ بورډ یو ځل بیا اعلان وکړ چې د طالبانو لخوا د ښځو پر ورزش د بندیزونو د دوام له امله یې دغه لړۍ لغوه کړې ده.

    د استرالیا دغه پرېکړه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو له سخت غبرګون سره هم مخ شوه.

    د افغانستان د کرېکټ مشهور لوبغاړي، راشد خان ارمان تېره میاشت خبرداری ورکړ چې که اسټرالیا پر خپله پرېکړه له سره غور ونه کړي، نو دی به هم د دغه هېواد د کرېکټ لیګ (بیګ باش) کې د لوبېدو پر پرېکړه له سره غور وکړي، ځکه د راشد خان په وینا، هغه ته د افغانستان او د افغانانو خوښي تر بل هر څه مهمه ده.

    افغانستان، ښځو ورزش، طالبان محدودیتونه، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    سپينه‌ماڼۍ: امریکا له اسراییلو سره په غزه کې د لنډمهالي اوربند په اړه خبري کوي

    کوبها نیوزحوت ۱۳, ۱۴۰۲

    جګپوړی سعودي پلاوی د پاکستان په سفر بوخت دی

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    روسیه: غواړو له طالبانو سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړو

    کوبها نیوزحمل ۱۴, ۱۴۰۳

    له پولو اخوا؛د افغان جلاوطنه خبریالانو هڅې او بالقوه بریاوې

    نذیر سهاردلو ۲۱, ۱۴۰۲

    طالبانو د ملګرو ملتونو پر وروستي رپوټ شدید غبرګون وښود

    کوبها نیوزحوت ۱۹, ۱۴۰۲

    د طالبانو د عدلیې وزارت: د کابل بګرامیو کې ۱۱۴۵ جریبه غصب شوې ځمکه را وګرځول شوه

    کوبها نیوزحوت ۲۳, ۱۴۰۲

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.