کابل( ۵ وری ۱۴۰۳کوبهانیوز): د پولنډ د وسلهوال پوځ قوماندانۍ وایي، چې د اوکراین پر لور د روسیې د توغول شویو توغنديو له ډلې يو يې د لنډې مودې لپاره د پولنډ له هوايي قلمرو تېر شوی.
د دې قوماندانۍ په اعلامیه کې ويل شوي چې دا توغندی د روسیې له خاورې د اوکراین د کیف او لویو ښارونو پر طرف توغول شوی و چې ۳۹ ثانیې د پولنډ پر خاوره تېر شوی دی.
تر دې پېښې وروسته د پولنډ د دفاع وزارت خپل پوځ ته د تیارسۍ امر کړی.
په تېرو څلورو ورځو کې دا د روسي ځواکونو لهخوا درېیم هوايي بريد دی چې پر اوکراین ترسره کېږي.
د اوکراین پوځ ويلي چې مسکو په دې تازه هوايي بريدونو کې ۵۷ توغندي پر کیف او لوېو ښارونو توغولي دي.
اوکرایني سرچینو تراوسه په دې هوايي بریدونو کې د مرګ ژوبلې په تړاو جزييات نه دي ورکړي، خو یادونه يې کړې چې له توغول شویو توغندیو يې ځینې په هوا کې شنډ کړي دي.