د ایپل راتلونکی ایفون ۱۶ پرو ممکن یوه ځانګړې ‘کیپچر’ تڼۍ معرفي کړي. دا تڼۍ به د ادعا له مخې کاروونکو ته د کمرې پر فعالیت ډیر کنټرول ور کړي.
په ایفون ۱۶ پرو کې د اکشن تڼۍ راپور ورکړل شوی چې لویه ده او د کاروونکي لاسرسی ورته اسانه کیږي.
۹۱Mobiles، د یوې معتبرې سرچینې له لارې د ایفون ۱۶ پرو رینډینګ څو عکسونو په خپرولو سره ویلي چې د ایفون راتلونکی نسل به تقریبا مختلف ښکاري؛ د مثال په توګه، د اکشن تڼۍ به د اوسني نسل په پرتله لویه وي او فعالیت به یې هم له پراخو بدلونونو سره مل وي.
همداراز، د ایفون ۱۶ پرو به کپچر تڼۍ کې دا سهولت رامنځته کړي چې د ویډیو اخستلو پرمهال د کاروونکي تجربه پیاوړې او مسلکي کړي او د کمرې اپ په پرانېستلو او یوازې یوه کلیک سره شوټینګ پیل کړي.