Close Menu
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • له موږ سره اړیکه
    • زموږ په اړه
    • پالیسۍ
      • رسنیزه پالیسي
      •  د کوبها نیوز چلند کوډ
      • د خبریالانو امنیتي خوندیتوب لپاره اقدامات
    • انځورونه
    • کوبها ډیالوګ
    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    دوشنبه, ۱۹ جوزا, ۱۴۰۴
    کوبها نیوز
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • افغانستان
      • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
      • رپوټونه
      • فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
      1. شننې
      2. مقالې
      3. View All

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲

      ددوحې کنفرانس: طالبان به له نړۍ سره غاړه یوسي؟

      دلو ۲۵, ۱۴۰۲

      افغانستان په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال امنیتي ذره بین لاندې راځي

      حمل ۷, ۱۴۰۳

      د پاکستان ننګونکي بحران؛ ناشونی مدیریت

      حوت ۲۱, ۱۴۰۲

      د لویدیځ او سیمه ییزو لوبغاړو تقابل د افغانستان راتلونکې ګواښي

      حوت ۱۸, ۱۴۰۲

      په افغانستان او سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو سیالي

      حوت ۱۳, ۱۴۰۲
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
      • ساینس
      • ټکنالوژي
    • ورزش
    • افغانان په تبعید کې
    وروستي مطالب:
    • اوتونبایوا: د دوحې په غونډه کې ګډون د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دي
    • د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ، افغان پناه غوښتونکي له اسیا تر اروپا د ایستلو له خطر سره مخ دي
    • بنیت: د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د سیستماتیک ظلم په وړاندې باید د انسانیت وجدان راویښ شي
    • حاجیان د حج د مناسکو د بشپړولو لپاره مزدلفې ته رسېدلي دي
    • جرمني د پنځو زرو افغان ښځو ملاتړ لپاره د سکالرشیپ پروګرام پیل کړ
    • قزاقستان طالبان د ترهگرو ډلو له نوملړه و اېستل
        دري  |  English
    کوبها نیوز
    Facebook X (Twitter) Instagram
        دري  |  English
    تاسې دلته یاست:کورپاڼه»افغانستان»د بشري حقونو د شورا ګډونوالو طالبان له بشري حقونو څخه په پراخو سرغړونو تورن کړل

    د بشري حقونو د شورا ګډونوالو طالبان له بشري حقونو څخه په پراخو سرغړونو تورن کړل

    دغه راپور چې په ګډه چمتو شوی، د ولسي جرګې پخوانیو غړو، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانیو کمېشنرانو، د بشري حقونو فعالانو او په استرالیا کې د افغانستان سفیر له‎خوا دغه کمېسیون ته وړاندې شو.
    کوبها نیوزکوبها نیوزثور ۱۰, ۱۴۰۳03 دقیقې لوستل
    شریک کړئ Facebook Twitter برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link
    شریک کړئ
    Facebook Twitter Pinterest برېښنالیک Telegram WhatsApp Copy Link

    جنیوا (کوبهانیوز) – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د “په افغانستان د بشري حقونو وضعیت  پنځه کلن راپور” وړاندې شو.

    دغه راپور چې د افغانستان د بشري حقونو د ۳۴ بنسټونو او مدني فعالانو له خوا چمتو شوی، په تېرو پنځو کلونو، په تېره بیا په افغانستان کې د طالبانو د نږدې درې کلنې واکمنۍ په موده کې د افغانانو د بشري حقونو وضعیت په برخه کې ستونزې څېړي.

    دغه راپور چې په ګډه چمتو شوی، د ولسي جرګې پخوانیو غړو، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانیو کمېشنرانو، د بشري حقونو فعالانو او په استرالیا کې د افغانستان سفیر له‎خوا دغه کمېسیون ته وړاندې شو.

    په دغه راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغانانو د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د وضعیت د ښه کیدو لپاره لارې چارې ومومي.

    د ښځو پر ټولنيزو فعاليتونو محدوديتونه، د کار حق، ښوونځي او پوهنتون ته د نجونو له تګ څخه مخنیوی او د افغانانو د حقونو لپاره د مبارزې لپاره د يوه بنسټ نشتوالى هغه مسايل دي چې په دې راپور کې څرګند شوي دي.

    په دغه راپور کې د طالبانو حکومت د افغانانو، په ځانګړې توګه ښځې په زندانونو کې د جسمي مجازاتو په ورکولو او د هغوی په ځپلو تورن شوی دی.

    د یوې سروې پایلې: په افغانستان کې متشبثې ښځې د پورونو تر بار لاندی دي

    د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د طالبانو له حکومته یې وغوښتل چې نړۍ ته د بشري حقونو د تامین په برخه کې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

    په دې غونډه کې د نړۍ د اکثرو هېوادونو استازو د کار، د زده کړو او د نجونو د زده کړو د حق محدودیت له بشري حقونو څخه ستره سرغړونه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دغه وضعیت دوام به د جنسیتي توپیر (جنسی اپارتیید) په توګه وګڼل شي. .

    د طــالبانو د مشر اختریز پیغام کې د نجونو تعلیم ته هیڅ اشاره نه ده شوې

    د طالبانو حکومت تر اوسه د افغانستان د بشري حقونو د کاري ډلې د راپور د جزئیاتو او د نړۍ د هېوادونو د استازو د دریځ په اړه نظر نه دی څرګند کړی، خو وړاندی له دی د طالبانو د حکومت ویاند ټینګار کړی، چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د بشري حقونو خوندیتوب او د ښځو ازادۍ او حقونو ته ژمن.

    په تیرو لسو کلونو کې دا څلورم ځل دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څیړي.

    تر دې وړاندې په افغانستان کې د بشری حقوقونو د وضعیت په اړه په ۲۰۰۹، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو جلا جلا راپورونه د دغې شورا غونډې ته وړاندې شوی وو.

    افغانستان، د ښځو حقونه، د نجونو ښوونځی د نجونو مکتبونه، طالبان،

    نظر مو ولیکئ Cancel Reply

    موږ تعقیب کړئ
    • Facebook
    • YouTube
    • Twitter
    • Instagram
    نور مطالب

    د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

    کوبها نیوزحوت ۲۲, ۱۴۰۲

    افغانستان د اسیا جام سیالۍ له یوې ماتې سره پیل کړی

    کوبها نیوزحمل ۳۰, ۱۴۰۳

    ایران د طالبانو خلاف سیاسي فعالیتونو ته اجازه نه ور کوي

    کوبها نیوزحمل ۲۷, ۱۴۰۳

    طالبانو حکومت: نجونې د سږ کال په کانکور کې هم د ګډون اجازه نه لري

    کوبها نیوزجوزا ۳, ۱۴۰۳

    د اوکراین پر لور روسي توغندي د پولنډ هوايي قلمرو نقض کړی

    کوبها نیوزحمل ۵, ۱۴۰۳

    امريکا او اروپايي ټولنې په باميانو کې پر سيلانيانو بريد وغانده

    کوبها نیوزثور ۲۸, ۱۴۰۳

    نوم لیکنه وکړئ

    د تازه خبرونو او معلوماتو لپاره کوبها نیوز سره نوم لیکنه وکړئ.

    Facebook X (Twitter) Instagram YouTube
    • کورپاڼه
    • افغانستان
    • نړۍ
    • رپوټونه او فیچرونه
    • ویډیو سروېس
    • مقالې او شننې
    • تجارت
    • ساینس او ټکنالوژي
    • ورزش
    © ۲۰۲۳ - کوبها نیوز

    د لټون لپاره پاس ولیکئ او د Enter تڼۍ کیکاږئ، د لغو کولو لپاره Esc تڼۍ کیکاږئ.